عوامي نېشنل ګوند په سېنېټ کې د متحده عربي اماراتو، په ځانګړي ډول دوبۍ، څخه د زرګونو پاکستاني وګړو د ایستلو پر ضد د غونډې ځنډولو غوښتنلیک وړاندې کړی او دا موضوع یې یوه جدي ملي، بشري او اقتصادي ستونزه بللې ده.
دغه غوښتنلیک د ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان له لوري وړاندې شوی، چې پکې یې د هغو راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې چې وایي یو شمېر پاکستانیان د بېلابېلو دلایلو له امله له اماراتو ایستل کېږي.
د غوښتنلیک له مخې، ځینې کسان د مذهبي تړاوونو، په شخصي مذهبي غونډو کې د ګډون، د ټولنیزو رسنیو پر فعالیتونو، یا د امنیتي شکونو له امله شړل شوي دي. راپور کې ویل شوي چې د اماراتو امنیتي ادارې د هغو کسانو پر ضد هم اقدام کوي چې د قانوني اسنادو، ویزې د اصولو یا د استوګنې د شرطونو سرغړونه پرې شکمن وي.
په غوښتنلیک کې زیاته شوې چې دغو ایستنو په اماراتو کې د مېشتو پاکستانیانو ترمنځ وېره او بې باوري زیاته کړې ده. ګڼې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي، ځکه ډېر پاکستانیان هلته مزدوري او کاروبار کوي او د خپلو کورنیو لپاره پاکستان ته پیسې لېږي.
عوامي نېشنل ګوند له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې چې له اماراتي چارواکو سره ژر تر ژره خبرې وکړي، د شړل شویو کسانو د قضیو پلټنه وکړي او د بهر مېشتو پاکستانیانو د حقونو او عزت د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.


