یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهګیلامان وزیر د قتل قضیه: محکمې د تورنو د ضمانت غوښتنه رد...

ګیلامان وزیر د قتل قضیه: محکمې د تورنو د ضمانت غوښتنه رد کړه

اسلام‌آباد: د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي او فعال، ګیلامان وزیر د قتل قضیې اورېدنه د اسلام‌آباد په جوډیشل کمپلېکس کې ترسره شوه، چې پکې محکمې د نومول شوو تورنو کسانو د نیول کېدو وړاندې د ضمانت غوښتنې رد کړې.

د سرچينې له مخې، د قضیې اورېدنه د جج افضل مجوکه تر مشرۍ لاندې وشوه. محکمې د قتل په قضیه کې د ککړو تورنو کسانو د عبوري ضمانت درخواستونه خارج کړل او ویې ویل چې تورن کسان د ضمانت د ریلیف مستحق نه دي.

د راپور له مخې، د محکمې له پرېکړې وروسته پولیسو سمدستي اقدام وکړ او د قضیې مرکزي تورن کسان، ناییک بادشاه، افضل خان او شاهزیب یې د محکمې له احاطې څخه ونیول.

قانوني شنونکي وایي، د محکمې دغه پرېکړه ښيي چې د شهید ګیلامان وزیر د قتل قضیه جدي پړاو ته داخل شوې او اوس د تورنو کسانو پر ضد قانوني کړۍ لا پسې تنګه شوې ده.

په اورېدنه کې د قضیې وکیل مصدق عزیز خټک او یو شمېر نور وکیلان هم محکمې ته حاضر شوي وو.

محکمې په خپله څرګنده پرېکړه کې ټینګار وکړ چې د قتل په څېر جدي قضیو کې تورنو کسانو ته د نیول کېدو وړاندې د ضمانت اسانتیا نه شي ورکول کېدای.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه