یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعطا الله تارړ: د پاکستان پر ضد له بهر څخه منظم تبلیغاتي...

عطا الله تارړ: د پاکستان پر ضد له بهر څخه منظم تبلیغاتي کمپاین پیل شوی

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ويلي، «په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان له پولو بهر څخه یوه منظم منفي تبلیغاتي او معلوماتي کمپاین تر سترګو کېږي، چې ناوړه موخې لري. د دې کمپاین اساسي هدف د بې‌باوره او ناڅرګندو سرچینو او چارواکو په نوم د خلکو مغشوشول او ناسمه معلومات خپرول دي. د پاکستان د سیمه‌ییزې سولې لپاره د رغنده رول د بدنامولو دغه غیر مسلکي هڅې په حقیقت کې د هغو کړیو مایوسي څرګندوي چې له سولې سره مخالفت لري.»

نوموړي وايي، باوري کورنیو رسنیو او ګڼو د حقایقو پلټونکو ادارو لا له وړاندې دغه تبلیغات افشا کړي او دا یې د پروپاګند یوه برخه بللې ده.

دغه راز نوموړي زياته کړې، پاکستان په ښه توګه درک کوي چې د دغو جعلي او منفي راپورونو تر شا هغه عناصر ولاړ دي چې د سولې مخالفین دي او نه شي زغملی چې پاکستان په سیمه کې د سولې لپاره مهم رول ولوبوي او د بهرنیو ملاتړو ترهګرۍ پر ضد بریالۍ مبارزه پر مخ یوسي. داسې ښکاري چې د ترهګرۍ له منځه وړل، د شخړو حل او د سولې ټینګښت د دغو کړیو په ګټه نه دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وايي، خو پاکستان او د هېواد مسؤلې رسنۍ به د دې منظمې او ناوړه کمپاین تر شا پټ اهداف او کړۍ لا هم افشا کوي. د پاکستاني رسنیو او ټولنیزو رسنیو د فعالانو هغه هڅې د ستاینې وړ دي چې د دې منفي تبلیغاتي کمپاین د بربنډولو لپاره یې ترسره کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه