بنګلهدېش د ډهاکه په لومړي ټېسټ کې پاکستان ته د ۱۰۴ منډو په ستر توپير ماتې ورکړه او د دوو ټېسټ لوبو لړۍ کې یې ۱-۰ برلاسی خپل کړ. د بنګلهدېش د دې تاریخي بریا اصلي اتل ناهید رانا و، چې د خپلې تېزې او ریورس سوینګ توپ اچونې په مټ یې د پاکستان توپ وهنې کرښه ونړوله.
پاکستان د پنځمې ورځې په وروستي پړاو کې د ۲۶۸ منډو هدف تعقیبوه. که څه هم د درې لوبغاړو په زیان یې ۱۱۹ منډې جوړې کړې وې او لوبه تر یوه بریده د پاکستان په ګټه روانه ښکارېده، خو ټوله لوبډله په ۱۶۳ منډو وسوځېده.
د پاکستان له لوري په لومړي ځل لوبېدونکي عبدالله فضل د ۶۶ منډو پاڼه ترسره کړه او له سلمان علي اغا سره یې د ۵۱ منډو ملګرتیا جوړه کړه، خو د بنګلهدېش توپ اچونکو د پاکستان هیلې پای ته ورسولې.
ناهید رانا په خپل وروستي سپېل کې یوازې په ۴.۵ اوورونو کې ۱۰ منډې ورکړې او ۴ مهمې ویکټې یې واخیستې. نوموړي لومړی سعود شکیل او بیا محمد رضوان په خطرناکې یارکر وسوځول. وروسته یې نعمان علي ایل بي ډبلیو کړ او شاهین شاه اپرېدی یې هم وسوځاوه، چې ورسره بنګلهدېش تاریخي بریا خپله کړه.
د بنګلهدېش کپتان نجم الحسن شانتو د لوبې له بریا وروسته وویل: «موږ ډېر خوشاله یو او پر خپلو ټولو لوبغاړو ویاړو. لوبډلې په تېرو میاشتو کې سخت تمرین کړی او اوس په ټېسټ کرکټ کې ورځ تر بلې ښه کېږي.»
شانتو په لومړۍ پاڼه کې هم د ۱۰۱ منډو سلیزه ترسره کړې وه، چې د بنګلهدېش د ۴۱۳ منډو په جوړولو کې یې مهم رول ولوباوه. پاکستان په لومړۍ پاڼه کې ۳۸۶ منډې وکړې، خو د مهدي حسن مرزا د پنځو لوبغاړو سوځولو له امله یې مختیوالی له لاسه ورکړه.
د پاکستان کپتان شان مسعود ومنله چې د دوی لوبډلې مهم فرصتونه ضایع کړل. نوموړي وویل:
«موږ په بیټنګ او بالرۍ دواړو کې نیمګړتیاوې لرلې. کله چې لوبه ستاسې په لاس کې وي، باید پر سیال فشار زیات کړئ، خو موږ دا کار ونه شو کړای.»
د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهم ټېسټ به د شنبې په ورځ د سلهټ په ښار کې ترسره شي.


