دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبګټي: د تربت یوې کم عمره نجلۍ ته اسلام‌اباد کې د ځانمرګي...

بګټي: د تربت یوې کم عمره نجلۍ ته اسلام‌اباد کې د ځانمرګي برید لپاره روزنه ورکړل کېده

د بلوچستان اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي ویلي، د تربت یوې کم عمره نجلۍ ته یوې ناقانونه وسلوالې ډلې په اسلام‌اباد کې د ځانمرګي برید لپاره روزنه ورکړې وه، خو امنیتي ادارو پر وخت اقدام وکړ او دغه پلان یې شنډ کړ.

د بلوچستان اعلیٰ وزیر له یوې مېرمنې سره رسنیو ته خبرې وکړې او د استخباراتي ادارو ستاینه یې وکړه. هغه وویل چې امنیتي او استخباراتي ادارو په وخت عملیات ترسره کړل او د یوې سترې پېښې مخه یې ونیوله.

میر سرفراز بګټي وویل، د دې عملیاتو له لارې نه یوازې د لوی ځاني زیان مخه ونیول شوه، بلکې د پاکستان نړیوال شهرت ته د زیان رسولو هڅه هم ناکامه کړل شوه.

هغه زیاته کړه چې څه موده وړاندې د دغې نجلۍ د ورکېدو راپور ورکړل شوی و، وروسته امنیتي ادارو پلټنې پیل کړې. د نوموړي په وینا، نجلۍ په اصل کې ورکه نه وه، بلکې د یوې ترهګرې ډلې په یوه کمپ کې روزنه ورکول کېده.

د بلوچستان وزیراعلیٰ وویل چې دغه نجلۍ د خپل یوه تره زوی له خوا تېرباسل شوې وه، او وسلوالو ورته ګواښ کړی و چې که یې د دوی خبره ونه منله، نو پلار به یې ووژني.

هغه وویل، نجلۍ له تربت څخه اسلام‌اباد ته روانه وه، چیرې چې پلان و ترې ځانمرګی برید ترسره کړل شي، خو هغې ته نه وو ویل شوي چې هدف به څه وي. نوموړي یو ځل بیا د امنیتي ادارو ستاینه وکړه چې په وخت اقدام یې وکړ او په اسلام‌اباد کې یې د احتمالي لویې تباهۍ مخه ونیوله.

میر سرفراز بګټي دا هم وویل چې په بلوچستان کې له ډېر وخت راهیسې ښځې د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي، چې دا د بلوچ دودونو او ارزښتونو خلاف عمل دی.

هغه وویل، د بلوچ ټولنې په تاریخ کې ښځې هېڅکله د جګړې برخه نه وې، بلکې تل د سولې نښه ګڼل شوې دي او د جګړو د پای ته رسولو لپاره یې مهم رول لوبولی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه