دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلوچستان په لک‌پاس سیمه کې د ګمرکاتو په یوه ګودام کې اورلګیدنه؛...

بلوچستان په لک‌پاس سیمه کې د ګمرکاتو په یوه ګودام کې اورلګیدنه؛ ۵۰ تنه ټپيان شوي

د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ د لک‌پاس په سیمه کې د ګمرکاتو په یوه ګودام کې لګېدلې ستره اورلګېدنه تر اوږدو هڅو وروسته مهار شوې ده، خو په دې پېښه کې د ټپیانو شمېر ۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

د بلوچستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (PDMA) ویلي، د دوی د کارکوونکو او د ضلعي ادارې د پرله‌پسې شپنۍ عملیاتو په پایله کې اور تر کنټرول لاندې راوستل شو.

له اور مهارېدو وروسته د کوټې ـ کراچۍ لویه لار، چې د ګمرکاتو د ګودام مخې ته د امنیتي اندېښنو له امله تړل شوې وه، بېرته د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده.

چارواکو ویلي، د ژغورنې او اور وژنې په عملیاتو کې ۳۰ د ژغورنې کارکوونکو، ۱۳ امبولانسونو او ۴ اور وژونکو موټرو برخه اخیستې وه. د ګودام دننه د «LPG» ګازو، تېلو او کیمیاوي موادو موجودیت له امله وضعیت ډېر خطرناک بلل کېده.

د عملیاتو پر مهال د «LPG» یوه ټانکر چاودنه هم شوې، چې له امله یې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر، د مستونګ مرستیال کمېشنر، د ایف‌سي ځواک یوې قطعې قوماندان او د سریاب مرستیال کمشنر برسېرن ټپیان شوي دي.

د شیخ زاید روغتون سرچینو ویلي، سخت ټپیان د کوټې سېول روغتون او د بولان مېډیکل کالج سوځېدنې ځانګړې څانګې ته لېږدول شوي دي. د راپورونو له مخې، ۴۰ ټپیان سېول روغتون ته انتقال شوي، چې له ډلې یې ۲۹ تنه دا مهال د سوځېدنې په ځانګړې څانګه کې تر درملنې لاندې دي.

د روغتون چارواکي وایي، ډېری ټپیان له خطره وتلي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

بلخوا اړوندو ادارو د اورلګېدنې د اصلي لاملونو د معلومولو لپاره پلټنې پیل کړې دي، او وایي چې په دې تړاو نور اقدامات هم روان دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه