دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بښنې نړېوال سازمان: افغانستان کې د درېیو خبریالانو نيولو راپورونه د...

د بښنې نړېوال سازمان: افغانستان کې د درېیو خبریالانو نيولو راپورونه د جدي اندېښنې وړ دي

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د درېیو افغان خبریالانو د نیولو او لادرکه کېدو راپورونه د جدي اندېښنې وړ دي. دغه سازمان ویلي، د افغانستان واکمن حکومت د استخباراتو عمومي ریاست (GDI) له خوا د طلوع نیوز خبریالان، منصور نیازی او عمران دانش، او همداراز د ځايي «پیګارډ» خبري اژانس مسوول جاوېد نیازی په خپل‌سري ډول نیول شوي او تر اوسه یې د برخلیک په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دا ډول اقدامات په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پر ضد د فشار، ګواښ او غچ اخیستنې د دوامدارې لړۍ برخه ښکاري. سازمان ټینګار کړی چې دا کړنې د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو او د بیان د ازادۍ له اصولو سره ښکاره ټکر لري.

اعلامیه زیاتوي، د دغو خبریالانو په زور لادرکه کېدل او له قانوني پروسې پرته نیول کېدل د هغوی د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راولاړوي، ځکه د شکنجې او ناوړه چلند خطر هم موجود دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان له واکمن حکومت غوښتي چې د یادو خبریالانو د ساتنې ځای او وضعیت دې سمدستي څرګند کړي، هغوی ته دې د کورنیو غړو او وکیلانو د لیدو اجازه ورکړي، او که پر ضد یې کوم څرګند قانوني جرم نه وي ثابت شوی، نو ژر تر ژره دې خوشې کړل شي.

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د خبریالانو د نیولو، محدودیتونو او د رسنیو پر فعالیتونو د فشار پېښې زیاتې شوې دي، چې له امله یې د بیان ازادۍ او خپلواکو رسنیو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ بلل کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه