دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان حکومت د ګوادر بندر پر تعرفو کې د کموالي اعلان وکړ

پاکستان حکومت د ګوادر بندر پر تعرفو کې د کموالي اعلان وکړ

د پاکستان حکومت د ګوادر بندر د فعالیتونو د پراخولو لپاره مهم ګامونه پورته کړي او د بندر پر محصلاتو او مقرراتو کې یې اسانتیاوې اعلان کړې دي، څو د آبنای هرمز د احتمالي تړل کېدو له امله د نړیوالې بېړۍ چلونې بدیل مسیر په توګه ګوادر نړۍ ته وړاندې کړي.

د پاکستان د سمندري چارو وزیر جنید انور چودري د دوشنبې په ورځ د نویو تعرفو اعلان وکړ. د سمندري چارو وزارت په وینا، د نوي ګمرکي محصولاتو سیستم له مخې د کانټینري بېړیو او ټرانزیټ کارګو پر برتھنګ فیس ۲۵ سلنه کموالی راوستل شوی دی.

همداراز، د نړیوال ټرانس شپمنټ کانټینر کارګو چارجونه ۴۰ سلنه او د ټرانزیټ کانټینر کارګو فیسونه ۳۱ سلنه راکم شوي دي. حکومت دا هم اعلان کړی چې د کارګو د ساتنې یا سټوریج موده به تر یوې میاشتې پورې وړیا وي، حال دا چې مخکې یوازې پنځه ورځې وړیا اسانتیا موجوده وه.

راپورونه وایي، د ایران له لوري د هرمز تنګي د بند ساتلو له امله د سیمې په سمندري تګ راتګ کې بدلون راغلی او همدې وضعیت د پاکستان بندرونو، په ځانګړي ډول ګوادر، ته د ټرافیکو د زیاتېدو زمینه برابره کړې ده.

کارپوهان باور لري، که په سیمه کې روان کړکېچ دوام ومومي، نو ګوادر بندر کولای شي د منځنۍ اسیا، چین او سیمې د سوداګرۍ لپاره یو مهم بدیل تجارتي دهلېز وګرځي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه