د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د کندوز ولایت د قلعهذال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج لپاره د ۲۲ میلیونه او ۲۴۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شوی دی.
د یاد وزارت ویاند، هُمایون افغان ویلي، دغه پنځه کلن تړون د سبحان مومند شرکت او د اذربایجان د «ریف ګروپ LLC» شرکت ترمنځ شوی، چې د لاسلیک په مراسمو کې د اذربایجان او قرغیزستان سفیرانو هم ګډون کړی و.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د سرو زرو د دغې کان استخراجی ساحه نږدې ۵.۹۷ مربع کیلومتره پراخوالی لري.
د تړون له مخې، قراردادي شرکت به حکومت ته ۳۰ سلنه حق الامتیاز ورکوي او ترڅنګ به یې د ټولنیزو خدمتونو لپاره ۲۰۰ زره امریکايي ډالر هم ځانګړي کړي.
همداراز ویل شوي، چې د دې پروژې له لارې به شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.


