د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف او د پاکستان د فدرالي روغتیا وزارت یوه څېړنیزه راپور خپور کړی چې پکې ویل شوي د پاکستان په صنعتي سیمو کې د اوسېدونکو ماشومانو په وینه کې د سرپو لوړه کچه موندل شوې، چې دا یوه جدي روغتیایي ستونزه ګرځېدلې ده.
د سربو د ککړتیا احتمالي سرچینې کې صنعتي فضله مواد، د بیټریو غیر رسمي بیا رغونه (ریسایکلنګ)، د سرپو لرونکي رنګونه، ککړ مسالې او خوراک، او ځینې دودیز سینګارتوکي شامل دي.
راپور زیاتوي چې د سرپو ککړتیا یوازې د روغتیا ستونزه نه ده، بلکې یو اقتصادي بحران هم دی. د یو اټکل له مخې، دا ستونزه د پاکستان د ټول ناخالص کورني تولید ته له ۶ تر ۸ سلنه پورې زیان رسولی شي، چې دا د کلونو په حساب په میلیاردونو ډالرو برابرېږي.
د پاکستان حکومت ویلي چې دا موضوع یې د ملي روغتیا لومړیتوب ګرځولې او ژمنه یې کړې چې د ماشومانو د سرپو له خطره د ساتنې لپاره به اقدامات وکړي. په دې کې څارنه، قانون جوړونه او د روغتیایي پروګرامونو پیاوړتیا شامل دي.
یونیسف هم سپارښتنه کړې چې حکومت دې یو ملي عمل پلان جوړ کړي، د سرپو سرچینو باندې دې سخت کنټرول ولګوي، د ماشومانو په وینه کې د سرپو منظمې معاینې دې پیل کړي او د خلکو د پوهاوي کچه دې لوړه کړي څو ماشومان له دې خطرناکه زهره خوندي شي.


