دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه ډېره غازي خان کې د ښوونځي د چت د لوېدو له...

په ډېره غازي خان کې د ښوونځي د چت د لوېدو له امله څلور ماشومان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي

د ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې، د پاکستان د پنجاب ولايت په ډېره غازي خان کې د پنجشنبې په ورځ د یو شخصي ښوونځي د درسي خونې د چت پرېوتو په پېښه کې لږ تر لږه ۴ ماشومان وژل شوي او ۲۰ نور کسان ژوبل دي.

د ډیره غازي خان د ولسوالۍ د ادارې له خوا په خپاره شوي لومړني راپور کې د مرګ ژوبلې د شمېر پخلی شوی دی. د راپور له مخې، په ټپیانو کې ۱۶ زده کوونکي، ۲ ښوونکي او ۲ کارګر شامل دي.

په راپور کې ویل شوي چې پېښه غرمه مهال رامنځته شوې، چې ورپسې سمدستي سیمې ته د ژغورنې عمله او امبولانسونه واستول شول. لومړني مرستندویان په «څلورو دقیقو» کې ځای پر ځای شوي وو.

د ژغورنې ۱۱۲۲ ویاند فاروق احمد «ډان» ته وویل، چې د ژغورنې او د ولسوالۍ د ادارې چارواکو له ځايي اوسېدونکو سره یوځای په عملیاتو کې برخه اخیستې وه، ترڅو زده کوونکي او ښوونکي له ملبې (خاورو او خښتو) لاندې راوباسي.

د پېښې پر مهال د ښوونځي د ودانۍ د پراخولو لپاره ساختماني چارې روانې وې. په راپور کې راغلي چې د درسي خونې پر چت شګه او خښتې اېښودل شوې وې، چې له امله یې پر چت ډېر وزن راغلی و. راپور زیاتوي چې «چت د دغه وزن د زغم وړتیا نه لرله او په پایله کې راوغورځېد.»

د تعلیمي ادارې مشر ښاغلي ګېل ډاډ ورکړی چې د پېښې پلټنه به کېږي او د ښوونځي د ادارې پر وړاندې به جدي قانوني اقدام وشي، ځکه چې هغوی د درسونو پر مهال د ساختماني چارو په ترسره کولو سره د زده کوونکو خوندیتوب له خطر سره مخ کړی و.

د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز هم د پېښې نوټس اخیستی او له اړوندو چارواکو یې په دې اړه تفصیلي راپور غوښتی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه