دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد قطر امیر او بهرنيو چارو وزير د پاکستان لومړي وزير سره...

د قطر امیر او بهرنيو چارو وزير د پاکستان لومړي وزير سره تلیفوني خبرې کړي دي

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف پر اېکس پاڼه لیکلي، «نن ماښام (د مئ ۷مه) مې له خپل ګران ورور، د قطر هېواد لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، جلالتماب شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني څخه د ټیلیفوني اړیکې په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه.»

نوموړي زياتوي، «زموږ د ګرمې او رغنده خبرو اترو په ترڅ کې، موږ د سیمې په روان وضعیت خبرې وکړې او په سیمه کې د تلپاتې سولې او ټیکاو د تضمین په موخه، د ټولو روانو هڅو د ملاتړ لپاره مو خپله ګډه ژمنتیا یو ځل بیا تکرار کړه.»

شهباز شريف ويلي، «همدارنګه، ما د خپل ګران ورور د قطر امیر، جلالتماب شیخ تمیم بن حمد ال ثاني له رهبرۍ او د سیمه ییزې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د خبرو اترو له لارې د پاکستان له مخلصانه هڅو څخه د قطر د پرله پسې ملاتړ له امله مننه وکړه.»

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه