شنبه, مې 30, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه افغانستان کې د ۱۵۵۵ تنو مخکښو فارغانو د ارزونې او ګمارنې...

په افغانستان کې د ۱۵۵۵ تنو مخکښو فارغانو د ارزونې او ګمارنې بهیر پیل شو

د افغانستان اوسني حکومت د امیر د لارښوونې پر بنسټ، د ۱۵۵۵ تنو مخکښو فارغانو د ارزونې او په دندو د ګمارلو لړۍ پیل شوه. دا بهیر د چارو ادارې لخوا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په تالار کې د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.

په دې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، مولوي ندا محمد ندیم وویل، چې ا.ا ژمن دی چې مسوولیتونه وړ کسانو ته وسپاري. هغه زیاته کړه چې دا د نظام یو له بنسټیزو مکلفیتونو څخه دی او په وینا یې: «وړ شخص هغه څوک دی چې په اړونده برخه کې د وړتیا او مسلکي مهارت ترڅنګ، په کار کې تعهد او ژمنتیا هم ولري.»

ورپسې د چارو ادارې عمومي رییس، «شیخ نورالحق انور» مخکښو فارغانو ته په خطاب کې وویل، چې اوس ستاسو د خدمت وخت رارسېدلی او باید په پوره صداقت او اخلاص سره د خپل هېواد خدمت وکړئ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه