شنبه, مې 16, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحمود خان اڅکزی: د افغانستان سره باید خبرې اترې او د غوره...

محمود خان اڅکزی: د افغانستان سره باید خبرې اترې او د غوره اړیکو رغونه وشي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی ويلي، «له چمن څخه تر خیبره مېشت وګړي د یوې تمدني او جغرافیایي سیمې برخه دي. د ریاست ناسمې بهرنۍ او اقتصادي تګلارې (پالیسۍ) د اوسني کړکېچ اصلي مسوولې دي. د همدغو ناسمو تګلارو له امله د پنجاب بزګر خپله غله او فصل پر سړکونو اچولو ته اړ شوی دی.»

نوموړي ویلي، افغانستان د پاکستان لپاره یو ستر بازار و چې د سیاسي ترینګلتیا قرباني شو. د سوداګریزو لارو تړل کېدو په پښتون او بلوڅ مېشتو سیمو کې وزګارتیا زیاته کړې ده. د نشه يي توکو او وسلو قاچاقبرانو ته باید سخته سزا ورکړل شي. له فرضي کرښې هاخوا په ورځني مزدوري پسې تلونکو لکونو کسانو “اقتصادي قتل” خورا د افسوس او غندنې وړ دی.

اڅکزی په خپلو خبرو کې وويل، «د خیبر، چمن او نوشکي هغه ولسونه چې په وړې سوداګرۍ یې د کور ګوزاره کوله، اوس له بد حالۍ سره مخ دي. په افغانستان کې له ستنې نیولې تر لوښو پورې هر څه پاکستاني وو. پاکستان خپل جوړ شوي بازارونه په خپلو لاسونو تباه کړل. مقتدرې کړۍ باید کېني او د دغو ستونزو لپاره یوه جدي حل‌لاره ومومي.»

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه