دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد باجوړ او کونړ د مشرانو ترمنځ تاریخي جرګه؛ د بشپړ اوربند...

د باجوړ او کونړ د مشرانو ترمنځ تاریخي جرګه؛ د بشپړ اوربند اعلان وشو

د پاکستان د باجوړ او د افغانستان د کونړ ولایت د مشرانو ترمنځ د پاک-افغان پولې په «ناوا پاس» سیمه کې په جوړه شوې تاریخي امن جرګه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بشپړ اوربند مهم اعلان وشو.

د دې تاریخي امن تړون له مخې، چې په جرګه کې پرې هوکړه شوې، له باجوړ او مومندو څخه به د کونړ خواته هیڅ ډول ډزې نه کېږي او ورته غبرګون کې به د افغانستان د کونړ ولایت له لوري هم هیڅ ډز نه کېږي. د دې امن تړون رسمي متن هم خپور شوی دی.

د تړون پر بنسټ، د باجوړ او کونړ مشران به په هرو دریو میاشتو کې په منظمه توګه ناسته کوي، ترڅو پر امن تړون د عمل کولو او د سیمې د مجموعي وضعیت جاج واخلي. د باجوړ د راتلونکي قیادت چارې به هم حاجي لعلي شاه پختون یار پر غاړه ولري.

حاجي لعلي شاه پختون یار د دې تاریخي امن تړون پخلی کړی او ویلي یې دي چې دا پرمختګ په سیمه کې د تلپاتې سولې په لور یو مهم ګام دی.

د جرګې په پای کې د اسلامي امارت او افغان مشرانو له لوري د باجوړ د پلاوي مشر، حاجي لعلي شاه پختون یار ته د سولې په وده کې د هغه د پام وړ رول له امله د د سولې جایزه هم ورکړل شوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه