یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپیت هیګسټ: که له ایران سره هوکړه ونه شي، پوځي اقدام به...

پیت هیګسټ: که له ایران سره هوکړه ونه شي، پوځي اقدام به بیا پیل شي

د امریکا د دفاع وزیر پیت هیګسټ ویلي چې واشنګټن به د اړتیا تر وخته له ایران سره سمندري بندیز پر خپل ځای او دوامداره وساتي.

نوموړي زیاته کړې چې د امریکا سمندري ځواک د هرمز تنګي د تګ راتګ بشپړ کنټرول په لاس کې لري او ادعا یې کړې چې ایران نور اغېزمن سمندري ځواک نه لري.

هغه خبرداری ورکړی چې که ایران د احتمالي هوکړې منلو ته غاړه کېنږدي، نو امریکا چمتو ده چې جګړه بیا پیل کړي. هیګسټ ویلي، “که هوکړه ونه شي، پوځي اقدام به بیا پیل شي.”

امریکایي چارواکي دا دریځ داسې مهال د روانو تاوتریخوالو په منځ کې څرګندوي، چې لا هم د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې دي.

دا څرګندونې وروسته له هغې هم دي، چې ولسمشر ټرمپ تېره ورځ وویل چې له ایران سره یې جګړه د پای درشل کې ده او ښايي دویم پړاو مذاکرات ژر پیل کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه