یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيټکنالوژي عصر او د ښځې ونډه

ټکنالوژي عصر او د ښځې ونډه

 

لیکنه :زارا داوړ

نننی زمانه د بدلون، پرمختګ او د نوښتونو عصر دی. ټکنالوجي د انسان ژوند په هر اړخ کې ژور اغېز کړی دی له زده کړو نيولې تر اقتصاد، له اړیکو تر سوداګرۍ پورې. په داسې حال کې د ښځې ونډه نوره هم مهمه شوې ده، ځکه چې ټولنه د دواړو، نارينه او ښځينه، ګډو هڅو ته اړتيا لري.

 

که ښځه له تعليم څخه بې‌ برخې پاتې شي، نو نه يوازې خپله به له پرمختګ څخه وروسته پاتې شي، بلکې ټولنه به هم د هغې له وړتياوو محرومه شي. تعليم ښځې ته دا طاقت ورکوي چې د ډيجيټل نړۍ ژبه زده کړي، له نويو ټکنالوجیو سره اشنا شي او په نړيواله کچه خپل ځای ومومي.

 

تعليم‌ يافته ښځه کولای شي په بېلابېلو برخو کې لکه انلاين کاروبار، فري‌ لانس کار، ډيجيټل زده‌کړې او نوښتګر پروژو کې برخه واخلي. هغه نه يوازې خپل ژوند بدلولی شي، بلکې د خپلې کورنۍ او ټولنې اقتصادي حالت هم ښه کولی شي. ټکنالوجي ښځو ته دا فرصت ورکړی چې له کوره بهر پرته هم خپل مهارتونه وکاروي او عايد ترلاسه کړي.

 

سربېره پر دې، تعليم ښځې ته د ځان باور ورکوي. هغه زده کوي چې څنګه خپل فکر څرګند کړي، څنګه پرېکړې وکړي او څنګه د ژوند له ننګونو سره مقابله وکړي. د ټکنالوجۍ په عصر کې دا مهارتونه خورا ارزښت لري.

 

مونږ دا ويلای شو چې د ټکنالوجۍ عصر د ښځو لپاره يو ستر فرصت دی، خو دا فرصت يوازې هغه وخت په ګټه تمامېږي چې ښځه تعليم ترلاسه کړي. تعليم نه يوازې د يوې ښځې ژوند روښانه کوي، بلکې د يوې ټولنې راتلونکی هم روښانه کوي. ځکه چې تعليم‌ يافته ښځه د راتلونکي د بدلون بنیاد دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه