دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملا نیازي د اخیستو ټپونو له امله ساه ورکړه

ملا نیازي د اخیستو ټپونو له امله ساه ورکړه

ویب ډیسک
د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو د جلا شوي ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازي د اخیستو ټپيونو له امله ساه ورکړه.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار جاوید فیصل پر خپل ټویټر پاڼه د هغه مړینه تائید کړې ده.

ملا نیازی تیره اونۍ د هرات د ګذره او ادرسکن ولسوالۍ تر منځ سیمه کې په خپلي قرارګاه کې د طالبانو په برید کې ټپي شوی و او درې ساتونکي یې وژل شوی و.
تر دا مهاله د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو جلا شوي ډلې د هغه مړینې په اړه څه نه دي ویلي.
د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو دغه ډله په ۲۰۱۵ میلادي کال د طالبانو د مشر ملا محمد عمر تر مړینې وروسته رامنځته شوه.

تر دې مخکې نیویارک ټایمز پخپلې مقالې کې ویلي وو چې دغه ډلې د طالبانو د اصلي ډلې څخه خپل ځان جلا کړ او د ملا اختر محمد منصور او ملا هبت الله اخند په مشرۍ طالبانو پر ضد یې وسله واله جګړه اعلان کړه.

تر دې مخکې هم د افغانستان په یو شمېر جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د یادو ډلو ترمنځ د جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه