لیکنه :داودجبارخیل
په یوه ټولنه کې د پرمختګ تر ټولو مهم بنسټ تعلیم دی، او تعلیم هغه رڼا ده چې د انسان فکر، اخلاق او راتلونکی روښانه کوي. کله چې موږ د ټولنې د پرمختګ خبره کوو، نو دا ناشونې ده چې د نجونو او ښځو د تعلیم موضوع له پامه وغورځوو. په لور او خور تعلیم کول د با غیرته، با احساسه او با وجدانه خلکو کار دی، ځکه چې تعلیم یوازې یو شخص نه، بلکې ټوله ټولنه بدلوي.
په ډېرو سیمو کې لا هم داسې فکرونه موجود دي چې د نجونو تعلیم ته د شک او وېرې په سترګه ګوري. ځینې خلک دا ګمان کوي چې که لور یا خور تعلیم وکړي، نو دا به د دود او کلتور خلاف کار وي. خو حقیقت دا دی چې تعلیم د انسان بنسټیز حق دی، او دا حق نه د کلتور پر ضد دی او نه د دین پر ضد. بلکې تعلیم د انسان د عزت، پوهې او پرمختګ لاره ده.
زموږ د هر کور ماشومې انجونې باید لوړې زده کړې وکړي، ځکه چې هغوی د راتلونکي میندې، ښوونکې، ډاکټرانې، انجینرانې، پیلوټانې او پولیسې دي. یوه تعلیمیافته نجلۍ کولی شي د خپلې کورنۍ روغتیا وساتي، د خپلو ماشومانو راتلونکی روښانه کړي او د ټولنې په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي. کله چې یوه نجلۍ تعلیم ترلاسه کړي، نو هغې ته یوازې کتاب نه ورکوو، بلکې هغې ته باور، جرئت او خپلواکي ورکوو.
پښتون لالا باید دا درک کړي چې د لور او خور تعلیم کول شرم نه دی. شرم هغه وخت دی چې یوه ټولنه خپله نیمایي برخه له پوهې محرومه کړي. شرم هغه وخت دی چې د جهالت له امله د نجونو راتلونکی تورو تیارو ته وسپارل شي. خو عزت او غیرت دا دی چې لور ته د قلم او کتاب حق ورکړل شي، څو هغه د خپل ژوند او ټولنې لپاره یو روښانه ستوری وګرځي.
اسلام هم تعلیم ته ډېر ارزښت ورکړی دی. د اسلام له نظره د علم ترلاسه کول پر هر مسلمان سړي او ښځې فرض دي. دا ښيي چې د نجونو تعلیم نه یوازې یو ټولنیز حق دی، بلکې یو دیني مسوولیت هم دی. نو څوک چې د نجونو د تعلیم مخه نیسي، په حقیقت کې د پوهې او پرمختګ مخه نیسي.
په نننۍ نړۍ کې هغه ملتونه بریالي دي چې ښځې او نجونې یې تعلیمیافته دي. پرمختللې ټولنې د ښځو له پوهې، مهارت او نوښت څخه ګټه اخلي، ځکه هغوی پوهېږي چې د ټولنې نیمایي برخه که تعلیم ونه لري، نو پرمختګ به نیمګړی پاتې شي. موږ هم باید دا حقیقت ومنو چې د نجونو تعلیم د راتلونکي د جوړولو تر ټولو قوي وسیله ده.
د نجونو تعلیم یوازې د هغوی شخصي موضوع نه ده، بلکې د ټولنې د ثبات، سولې او پرمختګ لپاره اړین دی. کله چې نجونې تعلیم وکړي، نو کورنۍ به روښانه شي، اقتصاد به پیاوړی شي او ټولنه به د جهالت له تیارو ووځي. دا زموږ ګډ مسوولیت دی چې خپلې لوڼې او خویندې د پوهې پر لور وهڅوو او هغوی ته د زده کړې ټول فرصتونه برابر کړو.
په پای کې باید ووایو چې په لور او خور تعلیم کول د غیرت، وجدان او انسانیت نښه ده. دا شرم نه دی، بلکې ویاړ دی. هغه ټولنه چې خپلې لوڼې تعلیم کړي، هغه ټولنه به تل روښانه، پیاوړې او باعزته وي.
راځئ چې لوڼې تعلیم کړو، څو راتلونکی مو روښانه شي، ټولنه مو پیاوړې شي او وطن مو له جهالت څخه خلاص شي


