امريکا او ايران ترمنځ روانې خبرې اترې بې له کوم وروستي تړون پای ته ورسېدې

0
102

ويب ډيسک

اسلام‌اباد کې د جې ډي وينس په مشرۍ د امريکا او ايران ترمنځ روانې خبرې اترې بې له کوم وروستي تړون پای ته ورسېدې، او نوموړی بېرته امريکا ته ستون شو۔

د شنبې او يکشنبې ترمنځ د شپې ناوخته د خبرو له غونډې وروسته، نوموړي د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وويل چې “يوه ښه او يوه بده خبره” شته۔ د هغه په وينا: “موږ له ايرانيانو سره ډېرې جدي خبرې وکړې، دا ښه خبره ده، خو بده دا ده چې موږ کوم تړون ته ونه رسېدو۔”

هغه زياته کړه: “زما په اند دا خبر د امريکا لپاره بد دی، خو د ايران لپاره تر دې هم بد دی۔”

نوموړي وويل چې دوی په نيک نيت مذاکرات کړي او خپلې شرطونه يې په واضح ډول وړاندې کړي، خو ايران هغه ونه منل۔ د هغه په وينا، د ايراني پلاوي له لوري د اټومي وسلو په اړه کوم روښانه تعهد نه دی وړاندې شوی۔

هغه وويل: “موږ ته روښانه او مثبت تضمين پکار دی چې ايران به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه کوي۔”

د خبرو پر مهال، د امريکا له ولسمشر سره هم پرله‌پسې اړيکه کې و او څو ځله يې ورسره خبرې کړې دي۔

هغه د پاکستان د وزيراعظم او د پوځ له مشر څخه هم مننه وکړه۔

دا خبرې اترې په اسلام‌اباد کې ترسره شوې وې، او ويل کېږي چې د ايران له انقلاب وروسته په تېرو څو لسيزو کې د امريکا او ايران د چارواکو ترمنځ دا لومړۍ مهمه ناسته وه۔

بل لور ته، ايران هغه مهمه سمندري لاره د امريکا او اسرائيلو د بريدونو وروسته تړلې وه، چې له امله يې د نړۍ په کچه د انرژۍ بيې لوړې شوې۔

ايراني حکومت اعلان کړی چې خبرې پای ته رسېدلې، خو دواړه خواوې به تخنيکي اسناد تبادله کړي، او د اختلافاتو سره سره به مذاکرات دوام ولري۔

خو دا نه ده څرګنده شوې چې خبرې به کله بيا پيل شي۔

وروسته، د ايران د بهرنيو چارو وزارت له امريکا وغوښتل چې که غواړي د سولې هڅې بريالۍ شي، نو له زياتو غوښتنو او غيرقانوني شرطونو څخه دې ډډه وکړي۔

د وزارت وياند ويلي چې د دې بهير برياليتوب د مقابل لوري په صداقت، جديت، او د ايران د مشروع حقونو په منلو پورې تړلی دی۔

هغه زياته کړه چې دواړو لورو پر مهمو ستراتيژيکو موضوعاتو لکه د سمندري لارې، اټومي پروګرام، د جګړې تاوان، بنديزونه، او د ايران پر وړاندې د جګړې پای ته رسولو خبرې هم کړې دي۔