دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاندیښمن امنیتي وضعیت په شمالي وزیرستان کې د ماخستن په وخت په...

اندیښمن امنیتي وضعیت په شمالي وزیرستان کې د ماخستن په وخت په تګ راتګ بندیز لګېدلی

پښتو جرنل

د شمالي وزیرستان مرستیال کمیشنر لخوا یو مکتوب خپور شوی او په یاد مکتوب کې راغلي چې
د اوسني  امنيتي حالت په نظر کې نیولو سره، د دې لپاره چې ارامه، خوندي او منظم وضعیت یقیني شي، د شمالي وزیرستان والسوالۍ ادارې له خوا عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې نن د چهارشنبې په ورځ، د ۲۰۲۶ کال د مارچ له ۲۵مې نېټې څخه، په شمالي وزیرستان ولسوالۍ کې به هره ورځ د شپې له ۱۰:۰۰ بجو څخه تر سهار ۰۶:۰۰ بجو پورې د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګول کېږي.

دا هم باید روښانه شي چې له دې وړاندې هم دا بندیز هره ورځ د شپې له ۱۰:۰۰ بجو څخه تر سهار ۰۶:۰۰ بجو پورې نافذ و.

له عامو خلکو څخه غوښتنه کېږي چې د ضلعي ادارې سره همکاري وکړي او جاري شویو لارښوونو ته پابندي وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه