ویب پاڼې
په نطنز، اصفهان او فردو کې به اټومي تاسیسات غیر فعال او له منځه یوړل شي.
د ایران پر فعالیتونو به د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې له لوري شفافه څارنه او ارزونه کېږي.
ایران به په سیمه کې د وسلوالو پراکسیانو کارول پرېږدي او سیمهییزو ډلو ته به مالي او وسلو مرسته بند کړي.
مخکې راټولې شوې اټومي وړتیاوې به له منځه یوړل شي.
د اټومي وسلو د نه ترلاسه کولو ژمنه به کېږي.
په ایراني خاوره کې به د یورانیمو بډایه کول نه کېږي او ټول بډایه شوي مواد به د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې ته وسپارل شي.
په آبنای هرمز کې به هېڅ ډول بندیز نه وي او دا به “ازاد سمندري زون” اعلان شي.
د ایران د توغندیو په اړه پرېکړه به وروسته کېږي، خو د هغوی شمېر او واټن به محدود شي او یوازې به د دفاعي موخو لپاره کارول کېږي.


