یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهحامد کرزی وايي :د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونو پرانیستل شي

حامد کرزی وايي :د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونو پرانیستل شي

پښتو جرنل

د افغانستان پخواني ولسمشر په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د ‎ د نوي ‎تعلیمي کال د پیل هرکلی کوي او د ‎مکتب زنگ د نویو هیلو د غوړیدو غږ بولي.

پخوانی جمهور رئیس د هیواد د بچیانو، نجونو او هلکانو د ‎علم زده‌کړه، د هیواد د پرمختګ، قوت، ځان بسیاینې او باعزته ژوندانه لپاره حیاتي گڼي.

حامد کرزی ټینګار کوي چې له تعلیمه د نجونو محرومیدل او د ښځو د کار بندیز به مو ولس ورځ تر بلې د لاډیرې ناتوانۍ او ضعف سره مخامخ کړي او ددې حالت دوام به د هیواد د ثبات او پرمختګ لپاره نه جبرانېدونکی زیان راپیښ کړي.

پدې اساس غواړي چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونو پرانیستل شي او ښځو ته د کار او په ټولنه کې د فعالې ونډې زمینه برابره شي، څو گران هیواد مو د ترقۍ پر لار روان شي.

پخوانی جمهور رئیس یوار بیا د نوي تعلیمي کال مبارکي وایي او له ټولو زده‌کوونکو غواړي چې له هرې ممکنې لارې د علم زده‌کړه وکړي او ځانونه عالي علمي درجاتو ته ورسوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه