یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسريلنکا د امریکا جنګي الوتکو ته د اډې ورکولو څخه انکار وکړ

سريلنکا د امریکا جنګي الوتکو ته د اډې ورکولو څخه انکار وکړ

ویب ډیسک

د خبري اژانس د راپور له مخې، د سریلنکا ولسمشر انورا کمارا ډسانایکه پارلمان ته ویلي چې امریکا د مارچ په پیل کې غوښتنه کړې وه چې دوه جنګي الوتکې د مټالا نړیوال هوايي ډګر کې ځای پر ځای کړي.

د سری لنکا ولسمشر وویل چې په دغو امریکايي الوتکو کې د کښتیو ضد توغندي لګېدلي وو، او پلان دا و چې دا الوتکې له جیبوتي څخه سری لنکا ته انتقال شي.

ولسمشر انورا کمارا ډسانایکه پارلمان ته دا هم وویل چې دوی د امریکا دا غوښتنه په ښکاره ډول رد کړې ده.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د امریکا څو متحد هېوادونو هم د ایران پر ضد په جګړه کې له ګډون څخه انکار کړی و، چې له امله یې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ شکایت کړی و او ویلي یې وو چې موږ د هېچا مرستې ته اړتیا نه لرو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه