دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ا،ا مشر: په توپ، طیاره او بمبار موږ نه شي ماتولای

د ا،ا مشر: په توپ، طیاره او بمبار موږ نه شي ماتولای

ویب ډیسک

د کندهار په مرکزي عیدګاه کې د کوچني اختر د لمانځه پر مهال د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده په خپله ۴۲ دقیقې وینا کې د پاکستان نوم وانخیست، خو د وینا په وروستیو درېیو دقیقو کې یې د پاکستاني پوځي رژیم وروستیو بریدونو ته اشاره وکړه.

هغه وویل: «د دې خلکو زموږ سره هېڅ دښمني نشته؛ د دوی دښمني له الله سره ده، د دې خلکو له اسلام سره دښمني ده. د دې خلکو ځکه موږ دښمنان یو چې موږ اسلام نیولی دی او موږ پر اسلام باندې روان یو.»

هغه زیاته کړه: « که پر موږ څوک بمبار کوي، که موږ څوک په توپونو باندې ولي، توپونه دې هم ولي، بمبار دې هم کوي او هر څه دې هم کوي، خو په موږ کې دې الله تغییر نه راولي، زموږ په عقیدو او ایمان کې دې الله (جل جلاله) تغییر نه راولي. موږ په دې توپ او طیاره باندې نه شي خرابولی. که موږ یې په توپ او طیاره باندې له منځه وړای، نو امریکایانو به له منځه وړي وای او شورویانو به له منځه وړي وای، خو نه یې شو وړای.»

مولوي هبت‌الله اخندزاده د خپلې وینا په پای کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې هېڅوک نه شي کولای نظام ته ګواښ پېښ کړي.

 

هغه وویل: «د دنیا ټول قوت دې ورسره یو ځای شي، زه مو ضمانت کوم، که تاسو ته یې ضرر ورساوه او یا یې ستاسو نظام در خراب کړی، یا یې ستاسو عزت در خراب کړی. مګر که مو دین پرېښوده، خدای (جل جلاله) به زموږ نصرت پرېږدي.»

#کندهار #کوچنی_اختر #هبت_الله_اخندزاده #اسلامي_امارت #پاکستان #افغانستان

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه