لیکنه : زارا داوړ
په هره ټولنه کې ښځه د کور د ستنې، د نسل د روزونکې او د ارزښتونو د لېږدوونکې په توګه پېژندل کېږي. خو کله چې همدا ښځه له تعلیمه بېبرخې شي، نو يوازې يو فرد نه، بلکې ټوله ټولنه زيان ويني. بېتعليمه ښځه د هغو ناخوالو خاموشه قرباني وي چې غږ يې نه اورېدل کېږي، درد يې نه ليدل کېږي او ارمانونه يې د دود او ناپوهۍ تر خاورو لاندې خښ پاتې کېږي.
تعليم د انسان د سترګو رڼا ده. ښځه چې له علمه محرومه وي، د خپل حق، عزت او مقام په اړه بشپړ پوهاوی نه لري. هغه نه شي کولای د ژوند مهمې پرېکړې په خپلواکه توګه وکړي، نه د خپلو ماشومانو د سالمې روزنې لپاره لازمې لارې چارې پېژني، او نه هم د ټولنې په پرمختګ کې فعاله ونډه اخلي. په دې توګه بېتعليمي د هغې د استعدادونو دروازې تړي او ژوند يې د محدوديتونو په چوکاټ کې بندوي.
بې تعليمه مور ډېری وخت د غريبۍ، ناروغيو او ټولنيزو ستونزو له سختو اغېزو سره مخ وي. کله چې ښځه تعليم ونه لري، اقتصادي خپلواکي نه شي ترلاسه کولای. اقتصادي کمزوري بيا د هغې د شخصيت پر ودې، د ماشومانو پر تعليم او د کور پر ثبات مستقيم اغېز لري. له همدې امله ويل کېږي چې که يوه ښځه تعليم يافته شي، نو يو نسل تعليم مومي؛ خو که بې تعليمه پاتې شي، نو نسلونه له ستونزو سره مخ کېږي.
په ټولنه کې ډېرې داسې ښځې شته چې د استعدادونو خزانه ده، خو د ناپوهۍ تياره يې ځلا پټه کړې ده. دوی خاموشه کار کوي، زحمت باسي، قربانۍ ورکوي، خو د ستاينې او درناوي حق يې نه ورکول کېږي. د دوی چوپتيا د رضا نښه نه ده، بلکې د فرصتونو د نشتون پايله ده.
مونږ بايد دا ومنو چې د ښځې تعليم يوازې يو انتخاب نه، بلکې يو ضرورت دی. هغه ټولنې چې پر ښځو تعليم پانګونه کوي، د پرمختګ، عدالت او سوکالۍ پر لور چټک ګامونه اخلي. خو هغه ټولنې چې ښځه له علمه محرومه ساتي، په حقيقت کې خپله راتلونکې تاريکوي.
بې تعليمه ښځه د ټولنې خاموشه قرباني ده، خو دا چوپتيا بايد نوره دوام ونه کړي. اړينه ده چې کورنۍ، مشران او ټولنيز بنسټونه د ښځو د تعليم ملاتړ وکړي، څو دا خاموشه قربانيان د رڼا، ځواک او بدلون استازي شي. ځکه چې د ښځې قلم د ټولنې تقدير بدلولای شي، او د هغې پوهه کولای شي يو ملت له تيارو راوباسي.


