ویب ډیسک
د امریکا د ځمکپوهنې ادارې د معلوماتو له مخې، څو شېبې وړاندې د پنجشېر ولایت د مرکز بازارک ښار څخه شاوخوا ۳۸ کیلومتره شمال ختیځ کې ۵.۸ درجې زلزله ثبت شوې ده.
د زلزلې ژوروالی ۹۰.۷ کیلومتره ښودل شوی دی.
ټکانونه په کابل، بګرام، پنجشېر، خوست او شاوخوا ولایتونو کې هم حس شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا زلزه په خیبرپښتونخوا او د پاکستان په یو شمېر سیمو کې هم حس شوې ده.
تراوسه په افغانستان کې د ځاني یا مالي زیان کوم راپور نه دی ورکړل شوی.


