دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمولانا فضل الرحمان وايي امریکا د یوې شېبې لپاره هم په افغانستان...

مولانا فضل الرحمان وايي امریکا د یوې شېبې لپاره هم په افغانستان کې د چین او روسیې پانګونه نه مني.

ویب ډیسک

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن په یوه تازه څرګندونه کې ویلي چې امریکا حتی د یوې شېبې لپاره هم په افغانستان کې د چین او روسیې پانګونه نه مني.

 

فضل الرحمن ادعا کړې چې په افغانستان کې د چین او روسیې حضور د امریکا لپاره سره کرښه ده او د مخنیوي لپاره یې له پاکستان استفاده وکړي.

 

نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د جماعت اسلامي ګوند له مشر حافظ نعیم سره د یوې ګډې خبري ناستې پر مهال کړې دي او ټینګار یې کړی چې پاکستان له ټولو ګاونډیو سره په ستونزه کې دی.

 

مولانا فضل الرحمن زیاته کړې: “هند سره هم دښمني کوي، له افغانستان سره هم دښمني کوي، چین هم ناراضه دی، له ایران سره هم اړیکې تر فشارونو لاندې دي، امریکا هم پر ایران برید ته ګواښېږي او په افغانستان کې د روسیې او چین پانګونې د یوې شېبې لپاره هم امریکا ته د منلو وړ نه دي، امریکا د هغه لپاره پاکستان د یوه نیابتي په توګه کاروي.”

 

روسیې طالبان په رسمیت پېژندلي او چین بیا د افغانستان په کاني سکټور کې تر بل هر څه زیات لېوال ښکاري. خو دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته څو ځله افغانستان کې چینایان په نښه شوي دي.

 

مولانا فضل الرحمن بل خوا ټینګار کړی چې د پاکستان بهرنۍ تګلارې باید بدلې شي او له طالبانو یې هم غوښتنه کړې چې له دغه هېواد سره ستونزې او موضوعات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

 

کارپوهان بیا وايي، چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان تګلاره نظامي چارواکي ټاکي او هغه د ملکي سیاستوالو په لاس کې نه بولي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه