دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيمقاله :زما معصومي نوریې

مقاله :زما معصومي نوریې

لیکنه : عبدالباري جهاني

څو ورځي ترمخه طالبانو د نوریې په نوم د یوې بې وزلي نجلۍ ویډیوه خپره کړه. هغې د خپلي کونډي مور اودریو یتیمو ماشومو خویندو لپاره د ډوډۍ پیدا کولو په منظور د نارینه زلمي په څېر ځان جوړ کړی او په یوه ریستورانټ کي یې خواري غریبي کوله، څو د طالبانو د حجاب د قانون په اساس مجرمه نه سي او بې وزلی کور یې له یوازیني ګټندوی څخه بې برخي نه سي. د طالبانو حکومت د دې پر ځای چي شرمېدلی وای؛ د دې معصومي نجلۍ غم یې خوړلی وای او خپلو ظالمانه پالیسیو ته یې توجه کړې وای له دې معصومي سره داسي تحقیقاتي مرکه کوله تا به ویل چي یو لوی جنایتکار یې نیولی دی. طالبانو له یوې خوا د حجاب د رعایت کولو په منظور له وطن څخه د ښځو لپاره زندان جوړ کړی دی خو له بلي خوا یې دا معصومه نجلۍ په ټلویزیون کي په ټولي نړۍ ولیدله او بې حیا طالب به هر ګړی ورته ویل چي ماته مخامخ وګوره. که څه هم چي دې معصومي خو له وچه مجبوریته له ځان څخه هلک جوړ کړی وو خو زه د دې غیرت ته سلام ورلېږم او افتخار کوم چي د افغان غیور ملت ته منسوب یم او ځان په افغان پېژنم.

 

زما معصومي نوریې

 

نوریې که را نیژدې وای زما به لور وای زما به مږور وای

ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای

ستا به پلار ستا به نیکه وای ستا پالنه به مي کړلای

ما به ستا ملالي ویني په غزلو کي ستایلای

ما به هر سهار مکتب ته له خوبونو پاڅولای

زما به ښکلې توتکۍ وای راته ګډه به په شور وای

ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای

 

نوریې الله دي مل سه وطن ډک دی د لېوانو

ستا په څېر دي ډیري ښکلي زنداني د ملایانو

یا سبا یا بله ورځ به په نکاح سې د شیخانو

کشکي دلته پیدا نه وای ستا قسمت لیکلی نور وای

ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای

 

نوریې غیرت دي جار سم کشکي ته ښکلې زلمی وای

له مُلا به وای بېغمه له شیخانو به پردی وای

نګهبان به وای د خویندو د مور سر ته به ټیکری وای

نو به ولي د ناکسو د حیا درته پېغور وای

ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای

 

که دا مېنه د «الفت» وای که وای کور د «حبیبیانو»

که جونګړه د حیا وای یا قلا د ملالیانو

که ریشتیا مو وطن خپل وای حاکمان وای له خپلوانو

ستا به ولي مېنه توره ستا به ولي غم په کور وای

ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای

 

نوریې دومره ډاډه یم دا حالات به نه پاتیږي

زه یې وینم په سینو کي د کسات ویني خوټکیږي

د ظالم عمر لنډی دی دا تیارې به رڼا کیږي

خو ملالي چي دا نن دي هم ټاټوبی پر خپل کور وای

ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای

 

نوریې غیرت دي جار سم روح مي ستا سره اوسیږي

ستا زهیري سترګي وینم زما تر زړه ویني څڅیږي

زه به مړ ته به ژوندۍ یې دا تاریک زندان ماتیږي

ژوند خو ستا څخه کړم لیري چي پر خپل وطن مي ګور وای

ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای

 

نوریې که خپل پاچا وای که مو خپل لښکر لرلای

خپل بلال خپل مو منبر وای خپل آذان مو اورېدلای

زما قلم به ستا له غمه ولي ویني ژړېدلای

یا خو کشکي شاعر نه وای یا په دوو سترګو شمکور وای

ستا پلو به ولي سپک وای د چړي مخ ته به خپور وای.

 

 

 

عبدالباري جهاني

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه