یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيکوټه د پښتنو لرغونې مېنه

کوټه د پښتنو لرغونې مېنه

 

لیکنه: مير حسن اتل

 

(شال کوټ) څو سوه کاله زوړ نوم …!

يو شمېر بلوڅان له بده مرغه څه پښتانه هم د يوه ډېر جعلي او مصنوعي روایت پر بنياد دا خبره کوي چي احمد شاه ابدالي يو وخت د کوټي ښار خپلې يوې داسي تورسري ته چي د قلات د براهوي خانانو په کور واده وه په (پړوني) کې ورکړه، ځکه ئې وروسته نوم شالګوټ شو، حالانکي د شالکوټ نوم د احمد شاه بابا (۱۷۲۲م) تر زوکړې څو سوه کاله مخکې موجود ؤ، په برخه کښي د دوو نامتو تاريخي اثار حوالي راړم.

 

(۱). د شپاړسمي او اوولسمي پېړۍ نامتو مورخ (ابوالفضل) د خپل نامتو تاريخي اثر (ائين اکبري) پر مخ (۱۶۹) ليکلي دي د کوټي په منځ کښي د شالکوټ په نوم يوه قلعه ده چي کاسي افغانان پکې مېشت دي، ياده دي وي چي دا کتاب د احمد شاه بابا تر دور حکومت يو نیم سل کاله پخوا (۱۶۰۲) کښي ليکل شوی دی،

(۲) د پښتو نامتو کتاب (پټه خزانه) چي احمد شاه بابا تر دوره پوره اتلس کاله (۱۷۲۹م) مخکې ليکل شوی دی دکوټي ښارګوټي د (شالګوټ) نوم کړی دی: مولف وائي:

«پاشاه ظل الله شاه حسين په جنګ کې مړنی دی، او په نیولو د ممالکو کې ګړندی، د غلجيو طوايف تر غزني پورې د ده د پاشاهي مني، او په ابداليو کې تر سیستانه او هراته حکم کا، په سنه (۱۱۳۷) هجري شاه حسين لښکر وکا، او د بهادرخان په سالارۍ ئې د (شال) او (ږوب) ولايت فتح کا.» (مخ ۱۱۲، چاپ دوهم، کال ۱۳۳۹ه ش، پوهنې وزارت کابل)

 

بله خبره دا ده چي باڅاهان کله هم خپل ښارونه او سيمي پرديو قامونو ته په تحفو په شالونو کې نه ورکوي، او کوم باچا داسي کار وکړي هم نو اولس دا خبره نه ورسره مني.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه