د کرکټ د شل اوریزو نړۍوال جام سیالۍ نن په هند او سریلانکا کې پیلیږي

0
220

ویب ډیسک

دا لړۍ نن په درېیو لوبو پيلیږي. د کابل په وخت د ورځې په لسو بجو د پاکستان او هالنډ، د ماسپښین په یوه بجه د سکاټلنډ او ویست انډیز، او د مازیګر په ۶ بجو د هند او امریکا ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

 

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه سبا د یکشنبې په ورځ د کابل پر وخت په ۱۰ بجو په چینای کې د نیوزیلنډ پر وړاندې خپله لوبه ترسره کړي.

 

سږني جام کې ۱۶ هېوادونه په څلورو ګروپونو وېشل شوي، او افغانستان په ډي ګروپ کې له کاناډا، نیوزیلنډ، جنوبي افریقا او متحده عربي اماراتو سره سیالي کوي.