یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد کونړ زلزله ځپلو لپاره د استوګنې پنډغالې جوړیږي

د کونړ زلزله ځپلو لپاره د استوګنې پنډغالې جوړیږي

کونړ – ویب ډيسک

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي نجیب الله حنیف ویلي، چې د دغه ولایت په درې ولسوالیو کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د استوګنې پنډغالې جوړېږي.

نوموړي وویل، په مکرره توګه زلزلو د کونړ خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي او د همدې ستونزې د حل لپاره د حکومت د ځانګړي کمیسیون په مشوره پرېکړه کړې چې په خاص کونړ، څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې درې پنډغالې جوړې شي.

د هغه په وینا، په دغو پنډغالو کې به د زیانمنو کورنیو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شي، څو د دوی د ژوند ژغورنې ترڅنګ د ارام ژوند شرایط هم رامنځته شي.

مولوي نجیب الله زیاته کړه چې دا وروستۍ پرېکړه د دې لپاره شوې چې په زیانمنو سیمو کې د خلکو ژوند لاهم له ګواښ سره مخ دی او د نورو تلفاتو د مخنیوي لپاره د خوندي استوګنې ځایونه اړین دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه