دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې د زلزلې له امله مړه شوي، له ۲۲۰۰ کسانو اوښتی...

افغانستان کې د زلزلې له امله مړه شوي، له ۲۲۰۰ کسانو اوښتی دی.‌

ویب ډیسک

په افغانستان کې واکمن حکومت وايي، اوس د هغو کسانو شمېر چې د یکشنبې په ورځ افغانستان کې د زلزلې له امله مړه شوي، له دوه زرو او دوه سوه کسانو اوښتی دی.‌

 

د ټپیانو شمېر له درې نیم زره کسانو زیات شوی دی. د ژغورنې چارې لا هم روانې دي، خو د ځمکې ښویېدنې او د سړکونو بندېدو له امله هڅې ستونزمنې شوې دي.

 

غرنیز کونړ ولایت تر ټولو زیات زیانمن شوی دی؛ ملګري ملتونه وايي چې سلګونه زره خلک ښایي اغېزمن شوي وي.

 

د افغانستان واکمن حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرات د پنجشنبې په ورځ پر اېکس لیکلي: “د کونړ په نورګل ولسوالۍ مزار درې د څوکۍ ولسوالۍ ډيوه ګل درې، چپې درې، او ماڼوګي ولسوالۍ په زلزله ځپلو ساحو کې تر دې دمه په ويجاړو شويو کورونو کي د پلټنې او ژغورنې په عملياتو کې د سلګونو شهيدانو جسدونه را ايستل شوي چې له دې سره د ټولو شهيدانو شمېر ۲۲۰۵ ته او د زخميانو ۳۶۴۰ ته پورته شوی.

 

د ژغورنې او پلټنې هڅې لا هم دوام لري، په مختلفو سيمو کي خلکو ته خيمې نصب شوې او د لومړنيو او عاجلو مرستو انتقال په منظم شکل جريان لري.”

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه