یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګرو ملتونو سرمنشي وايي ، د افغانستان له خلکو سره به د...

ملګرو ملتونو سرمنشي وايي ، د افغانستان له خلکو سره به د مرستې لپاره هیڅ ډول هڅه ونه سپموي

پښتو جرنل

د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې زلزلې په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي بیانیه

 

نیویارک، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر ۲مه – د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د یکشنبې ورځې د زلزلې له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړه.

 

لومړني راپورونه ښيي چې له ۸۰۰ زیات کسان وژل شوي او ډېر نور ټپیان دي. کیدای شي چې د مرګ ژوبلې شمېر نور هم لوړ شي، ځکه چې د لټون او ژغورنې ډلې هغو لرې پرتو او غرنیو سیمو ته ور رسېږي چې زلزلې ځپلي دي.

 

سرمنشي د افغانستان له خلکو سره خپله خواخوږي څرګندوي، د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوي.

 

ملګري ملتونه او زموږ همکاران په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره همغږي کوي ترڅو اړتیاوې ژر وارزوي، بیړنۍ مرستې برابرې او د نورو مرستو د راټولولو لپاره چمتووالی ونیسي. ملګري ملتونه او زموږ همکاران د بیړنيو مرستو د چمتووالي غوښتنه کوي، او د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو صندوق څخه لومړني ۵ ملیون ډالر ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې به ملګري ملتونه له خلکو سره د مرستې لپاره هیڅ ډول هڅه ونه سپموي خو اوسنی بشري مالي ملاتړ د اړمنو خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره بسنه نه کوي. سرمنشي د نورو بشردوستانه مرستو د برابرولو غوښتنه کوي څو دې بشري ناورین ته سملاسي ځواب وویل شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه