دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان ټپیانو ته د بې ویزې داخلېدو غوښتنه ،د پښتونخوا اسمبلۍ کې...

افغان ټپیانو ته د بې ویزې داخلېدو غوښتنه ،د پښتونخوا اسمبلۍ کې پرېکړه

راپور :داودجبارخیل

په افغانستان کې د له زلزلو وروسته لا هم زرګونه کورنۍ له درنو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. ننګرهار او کونړ پهولایتونه له دې طبیعي افت څخه اغېزمن شول. په لسګونه کلي له خاورو سره یو شان شول، سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور ټپیان پاتې شول. ډېری ټپیان د درملنې اسانتیاوې نه لري، روغتیایي مرکزونه یې زیانمن شوي او د درملو کمښت هم د دوی د ژوند لپاره ګواښ ګرځېدلی دی.

په همدې لړ کې د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ په یوه تاریخي غونډه کې په متفقه توګه پرېکړه وکړه چې افغان ټپیانو ته دې د پاکستان د ویزې شرط لرې شي او د هغوی عاجل انتقال دې د خیبرپښتونخوا روغتونونو ته ممکن وګرځول شي. د پرېکړه‌لیک له مخې، فدرالي حکومت باید د سرحدي تګ راتګ لپاره ځانګړي لاریون لارې پرانیزي، څو امبولانسونه او د مرستې کاروانونه د هر ډول قانوني خنډ پرته د افغان ټپیانو مرستې ته ورسېږي.

د اسمبلۍ غړو وویل چې پاکستان په تېرو ډېرو کلونو کې د افغانانو په سختو ورځو کې ورسره ولاړ و، او اوس هم د ورورولۍ، ګاونډیتوب او ګډو فرهنګي ارزښتونو په اساس د مرستې او خواخوږۍ لاس اوږدوي. د خلکو استازو ټینګار وکړ چې د سیاست او سرحدونو خبرې وروسته پاتې کېږي، خو د انسان ژوند تر ټولو لومړیتوب لري.

د پېښور، مردان او کوهاټ لوی روغتونونه هم چمتو دي چې د افغان ټپیانو عاجلې درملنې ته ځای ورکړي. روغتیایي چارواکي وایي، د افغانستان له پوله نیږدې سیمې لکه تورخم او چمن باید د بېړنیو درملیزو مرکزونو په توګه وکارول شي، څو ټپیان په لومړي پړاو کې لومړنۍ درملنه ترلاسه کړي او وروسته د لویو روغتونونو لور ته انتقال شي.

د دې پرېکړې هرکلی د خیبرپښتونخوا ولس، د مدني ټولنو استازو او د بشري حقونو فعالانو کړی دی. د دوی په وینا، د افغان ټپیانو مرسته یوازې د ورورولۍ مسئله نه ده، بلکې دا د انسانیت او انساني کرامت د ساتنې یوه بېلګه ده.

بلخوا یو شمیر افغانانو او خاصکر قمومونو شورا مشر حاجی عصمت الله توخې د دې پرېکړې هرکلی او ویلي چې پاکستان تل دافغانانو مرسته کړي سخته کې مونږ د پاکستان مرسته نشو هیرولي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه