د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

0
164

ویب ډیسک

 

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان پر ننگرهار او خوست ولايتونو د پاکستاني پوځ د بريدونو په غبرگون کې، چې په ترڅ کې يې ۳ تنه ملکيان شهيدان او ۷ تنه ټپيان شوي، په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د افغانستان احتجاج‌ليک يې وروسپاره.

 

د سرچینې په وینا، اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان هوايي حریم نقض او ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر ولسي وگړو بمباري په کلکو ټکو غندي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکې عمل گڼي.

 

په خبرپاڼه کې راغلي، پاکستاني لوري ته په ډاگه شوه چې د افغانستان د حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښه ده او دغه ډول بې‌مسؤولیته کړنې حتما عواقب لري.