یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنيد افغان واکمنو د لسګونو فرمانونو له امله ښځې او نجونې د...

د افغان واکمنو د لسګونو فرمانونو له امله ښځې او نجونې د خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې شوي دي

پښتو جرنل

یوناما په خپل تازه خپور شوي راپور کې لیکلي چې څلور کاله وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې پر افغانستان واکمن شول، د هغوی د لسګونو فرمانونو له امله ښځې او نجونې د خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې شوي دي. زده کړه، کار، د تګ راتګ آزادي او په ټولنیز ژوند کې ګډون د ښځو لپاره په سیستماتیک ډول محدود شوي دي.

 

اوس د ښځو پر ازادیو بندیزونه د قانون تر نوم لاندې پلي کېږي، په داسې حال کې چې افغانستان له سخت بشري کړکېچ سره مخ دی. جګړه، فقر او طبیعي آفتونه تر ټولو زیات پر ښځو او نجونو اغېز کوي. یوازې سږکال له ایران او پاکستان څخه له ۱.۷ میلیونو څخه زیات افغانان بېرته ستانه شوي دي، چې په دې کې له ایران څخه درېیمه برخه او له پاکستان څخه شاوخوا نیمایي ښځې او نجونې جوړوي. دغې ډلې له فقر، د کم عمر ودونو، تاوتریخوالي او استحصال سره د زیاتېدونکو ګواښونو لاندې ژوند کوي.

 

په ورته وخت کې، د نړیوالو مرستو کموالی د ښځو په مشرتابه کې د مدني ټولنو د فعالیتونو پر وړاندې ستر خنډ ګرځېدلی دی. د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ د مارچ د یوې سروې له مخې، له ۲۰۷ سازمانونو څخه نږدې ۴۰ سلنه ویلي دي چې د مرستو پر بنسټ ټولې پروژې یې درېدلې دي. دا وضعیت د افغان ښځو مدني ټولنه له سخت ګواښ سره مخامخوي، هغه ټولنه چې د خدمتونو په وړاندې کولو، د حقونو د سرغړونو په مستندسازۍ او د یووالي د شبکو په ساتلو کې یې مهم رول لوبولی دی.

 

سره له دې محدودیتونو، افغان ښځې لا هم د مقاومت او زړورتیا بېلګې وړاندې کوي. هغوی د ټولنو په جوړولو، د کاروبارونو په پرمخ وړلو، د اړمنو ښځو په ملاتړ، د حقونو د سرغړونو په ثبتولو او د بشري مرستو په رسولو کې فعاله ونډه لري. د دغو ورځنیو هڅو له لارې افغان ښځې نړۍ ته ښکاره کوي چې دوی تسلیم شوي نه دي – او له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې هغوی یوازې پرې نه ږدي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه