سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه چنګاښ مياشت کې د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۴ میلیون ډالرو ته...

په چنګاښ مياشت کې د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۴ میلیون ډالرو ته رسېږي.

ویب ډیسک

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ مياشت کې د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۴ میلیون ډالرو ته رسېږي.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په همدې میاشت کې بیا د وارداتو ټول ارزښت یو میلیارد او ۱۹۱٫۱ ميليون ډالر شوی دی.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۶۳٫۱ میلیون ډالر و.

د ارقامو تحلیل ښيي چې د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې د صادراتو ارزښت د روان کال د غبرګولي میاشتې په پرتله ۴۰٫۹ ميليون ډالره زیاتوالی لري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې بلخوا په غبرګولي میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۹۳۷٫۲ میلیون ډالرو و، خو په چنګاښ مياشت کې  ۲۵۳٫۹ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی پکې راغلی دی.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې دا هم ویلي چې د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او تاجکستان ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه وو.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه