ویب ډیسک
کلاؤډ برسټ په خیبر پښتونخوا کې سختې تباهۍ راوړې. طوفاني باران، تند باد، سیلاب — خو کلاؤډ برسټ اصلاً څه ته وایي؟
کله چې له اسمانه هغه باران چې باید په ساعتونو کې وورېږي، په څو دقیقو کې یوځای راپرېوځي، دې ته کلاؤډ برسټ ویل کېږي. دا یو داسې موسمي حالت دی چې په محدود ځای کې په ډېر لږ وخت کې څو چنده، بلکې سل چنده زیات باران اوري. د دې له امله یوازې سیلاب نه راځي، بلکې د ځمکې ښویېدنې (لینډ سلایډنګ) او نورې سختې تباهۍ هم رامنځته کېږي.
دا اوبه، په ځانګړې توګه هغه سیلاب چې له غرونو راځي، د سمندري طوفانونو په څېر ډېر زورور کېږي. دا د کلیو کلي ورانوي، ودانۍ د واورو غوندې وړي او هر څه په خپل لاره کې له منځه وړي.
د دې علت څه دی؟
د اقلیم بدلون، تودوخې زیاتوالی او د چاپېریال د توازن ګډوډېدل یې مهم لاملونه دي. زیاتره وخت دا پېښه په غرنیو سیمو کې کېږي ځکه چې ګرمي او مرطوبه هوا له غرونو سره ټکر خوري، بادل ته رسېږي او د یخو بادونو سره یوځای کېږي. له دې سره د باران جوړښت کېږي. کله چې دا بار ډېر شي، نو بادل ټول اوبه په یو ځل پر ځمکه تشوي.
سره له دې چې نن سبا پرمختللې ټکنالوژي شته، بیا هم د کلاؤډ برسټ د وړاندوینې کول سخت دي. ځکه دا یوه لنډ مهاله پېښه ده چې د سپوږمکۍ او یا د موسمي رادارونو له لارې په اسانۍ نه ښکاري.
په غرنیو سیمو کې کلاؤډ برسټ یو ویرونکی او تباه کوونکی توپان جوړېږي. حقیقت دا دی چې له طبیعت سره لوبې ښه نه وي. کله چې طبیعت غبرګون ښکاره کړي، انسان بې وسه کېږي. اصل خبره دا ده چې هغه سیلابونه چې له غرونو راځي د پېړیو راهیسې په خپلو طبیعي لارو روان دي. کله چې انسان په دغو طبیعي لارو باندې کلي، هوټلونه او ودانۍ جوړوي، نو همدغسې پېښې خونړۍ او المناک کېږي. سیلاب هر څه چې یې په لاره کې وي، د تنکو څانګو په څېر ور وړي.


