راپور :داود جبارخیل
د خیبر پښتونخوا ولس مننه کوو چې ۵۰ کاله یې زمونږ بار پورته کړی، خو اوس موږ ته یوازې ۲۴ ورځې وخت راکړل شوی، دا دومره کم وخت کې څنګه کولی شو خپل کاروبارونه ټول کړو او افغانستان ته ستانه شو؟
دافغان مہاجرینوں متحدہ عالی شورہ رائس بریالي میاخېل او دافغان مہاجرینوں متحدہ عالی شورہ معاون او دمتحدہ افغان تاجراتحاد رائس سید نقیب باچا يوې غونډې ته وینا په مهال وويل چې
• مونږ د پاکستان حکومت او خصوصاً د خیبر پښتونخوا ولس مننه کوو چې ۵۰ کاله یې زمونږ بار پورته کړی، خو اوس موږ ته یوازې ۲۴ ورځې وخت راکړل شوی، دا دومره کم وخت کې څنګه کولی شو خپل کاروبارونه ټول کړو او افغانستان ته ستانه شو؟
• زموږ اولادونه دلته په پاکستان کې زېږېدلي، دلته لوی شوي، او اوس د ژوند په هره برخه کې فعال دي. څنګه د نیمې پېړۍ ژوند او کاروبار په ۲۴ ورځو کې راټول کړو؟
• UNHCR (ملګري ملتونه د مهاجرینو لپاره) خاموش ننداره کوي، هېڅ غبرګون نه ښيي، او افغان مهاجرین له سختو ستونزو سره مخ دي.
• د افغانستان اسلامي امارت زمونږ بار نشي پورته کولی. اوس هم افغانستان اقتصادي ستونزې لري، نو یو وار ۳۰ لکه مهاجرین بېرته منل ناشوني دي.
• موږ غوښتنه کوو چې د افغان مهاجرینو د شړلو پریکړه باندې بیا کتنه وشي. مونږ ته وخت راکړل شي څو کاروبارونه په مناسب ډول وتړو او خپلې شتمنۍ ارزانه نرخونو کې ونه پلورو.
• د POR (Proof of Registration) کارډ لرونکو ته دې اوږدمهاله ویزې ورکړل شي، ځکه لنډمهاله ویزو سره دوی بیا بیا له ستونزو سره مخ کېږي.
• هغه افغانان چې ژوند یې په افغانستان کې له خطر سره مخ دی، د هغوی لپاره دې UNHCR درېیم هېواد ته د کډوالۍ لاره هواره کړي.
• په افغانستان کې د پاکستان سفارت نه ویزه اخیستل ډېر ګران دي. تر شپږو میاشتو پورې خلک انتظار کوي. هلته د ویزو د اخیستو لپاره له خلکو څخه $1000 ډالر کمیشن اخیستل کېږي.
• مخکې به UNHCR هغو افغانانو ته چې بېرته به افغانستان ته تلل، $400 ډالر ورکول، خو اوس یوازې $35 ډالر ورکوي، چې دا بې انصافه ده. موږ غوښتنه کوو چې هرې کورنۍ ته لږ تر لږه $1000 ډالر ورکړل شي.
• اوس مهال ۸۵٪ افغان مهاجرین ځوانان دي، که بېروزګاره پاتې شي، نو دا وضعیت به خطرناک وي. بېروزګاره خلک یا وسلهوال کېږي، یا مجرمین.
• موږ غوښتنه کوو چې د پاکستان حکومت واضحه پالیسي جوړ کړي چې دا ۵۰ کلن مېشت افغان کورنۍ څنګه ستنول کېږي، نه دا چې په بې سر و سامانۍ کې شړل شي.
• په افغانستان کې نه تعلیم شته او نه کار. نو دلته پاکستان کې زده کوونکي افغان ماشومان او نجونې باید د خپلې زده کړې تر پای ته رسېدو پورې پاتې شي.
• موږ ته اجازه راکړل شي چې د پوځ له مشر جنرال سید عاصم منیر سره کښینو او خبرې وکړو، څو د دوی غلط فهمۍ ختمې کړو.
• موږ چمتو یو چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ مسایل د جرګې له لارې حل کړو. دا غوښتنه کوو چې کور کمانډر پېښور د مهاجرینو د شورا سره ملاقات وکړي او د دوی ستونزې د پوځ تر مشرۍ ورسوي.
• سعید نقیب باچا وویل، که محسن نقوي صاحب د افغانستان نه په قهر وي، نو سزا دې افغان مهاجرینو ته نه ورکول کېږي.
• د پنجاب، سندھ، او بلوچستان په مختلفو برخو کې افغان ښځو او ماشومانو سره ناروا چلند روان دی. خلک زوره زوره نیول کېږي، بندیان کېږي، او د پولې ها خوا اړول کېږي، خو شتمنۍ یې دلته پاتې کېږي.
• موږ د اسحاق ډار او محسن نقوي سره ملاقات کړی، خو ښکاري چې دواړه یو فکر نه لري او په یو مخ نه دي.
• که حکومت غواړي چې ۳۰ لکه مهاجرین وباسي، نو د پولې دروازې دې پرانیزي او بایومیټریک پروسه دې بنده کړي، خلک به خپله ستنیږي.
• هغه افغان مهاجرین چې له ایران نه شړل شوي، اوس هلته په خورا بد حال کې ژوند کوي. د افغانستان حکومت سره وسایل نشته.
• په پای کې یې وویل، هغو افغانانو ته چې په تېرو ۵۰ کلونو کې په پاکستان کې پیدا شوي، باید تابعیت ورکړل شي، نه دا چې شړل شي.
پایله او غوښتنې:
1. د شړلو نېټه دې وغځول شي.
2. کاروباري افغانانو ته ځانګړی مهلت او ریلیف ورکړل شي.
3. زده کوونکو ته دې د تعلیم تر بشپړولو وخت ورکړل شي.
4. د UNHCR، پاکستان او افغانستان ترمنځ درې اړخیزې خبرې دې وشي.
5. د افغان مهاجرینو سره زور زیاتی دې ودول شي.
6. د جرګې له لارې د دواړو هیوادونو ترمنځ ستونزې حل شي


