ویب ډیسک
د پاکستان کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې هغه افغان کډوال به هم وایستل شي چې «پي او ار» کارتونو نېټه یې د جون تر ۳۰مې پورې وه.
پاکستاني رسنیو د خپلو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په پاکستان کې د تاریختېره «پي او ار» کارتلروکو استوګنه غیرقانوني ده.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د دغو کارتونکو لرونکي کډوال هم یا بندیان او یا خپلو هېوادونو ته واستوي.
بلخوا اسلامي امارت تر اوسه د دې پرېکړې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایرانه هم د افغانانو جبري رالېږل په بېسارې توګه زیات شوي دي.
د ویلو ده چې تازه د کډوالو پر حقونو د څار نړیوال سازمان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو جبري ایستل ودروي، او دا پروسه د یو ځانګړي طرزالعمل له مخې تعقیب کړي.
دې سازمان د افغانانو جبري ایستل د کډوالۍ له نړیوالو حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.
بلخوا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې د کډوالو د رالېږلو بهیر یې تر دې دمه ښه مدیریت کړی دی.


