لیکوال: ا.م.ا. سیستاني
ژباړن: سیلانی
یو په زړه ټکی چې ښاغلي قاسم باز په خپله یوه لیکنه کې ورته اشاره کړې ده، هغه دا دی : داود خان د لیبیا هېواد د جمهور رییس قذافي په بلنه هغه هېواد ته سفر وکړ او کله چې لیبیا ته ورسید، له الوتکې ښکته شو، ویې لیدل چې قذافي د هغه هر کلي ته نه و راغلی او خپل مرستیال یې د هرکلي لپاره ور لیږلی و.
داودخان خپل د اوسیدو ځای ته ځي او هلته د لیبیا د جمهور رییس مرستیال داودخان ته وایي چې په پنځلسو دقیقو کې به قذافي ستاسو لیدو ته راشي. داودخان هم وحید عبدالله ته وایي چې زه خپلې خونې ته ځم او کله چې قذافي راغی، هغه پنځلس دقیقې معطل کړه او بیا ورته ووایه چې د داودخان سر درد کوي او نن نشي کولی په غونډه کې ګډون وکړي.
وحید عبدالله د داودخان د هدایت مطابق عمل کوي او قذافي پنځلس دقیقې په خبرو کې مصروفه ساتي او بیا وروسته قذافي هوټل پرېږدي. داودخان خپل سفیر ته هدایت ورکوي چې سبا سهار لس بجې دې د هغه سفر ترکیې ته تنظیم کړي، کله چې سبا هوايي ډګر ته ځي، ویني چې قذافي هم هوايي ډګر ته راغلی دی او د پرون د نه راتلو له امله له داودخان څخه بښنه غواړي.
داودخان په دې ديپلوماتیک عمل سره په حقیقت کې د لیبیا کلانکاره مشر ته یو کلک ځواب ورکړ او هغه یې لږ تر لږه له خپل عمل څخه پښېمانه او د بښنې غوښتلو ته مجبور کړ.
د داوود خان دغه دیپلوماتیک عمل ښاغلی کلیوال صاحب تر پښتنې لاندې را ویستی او له ما او ښاغلي جمیلي څخه یې پوښتنه کړې چې ایا داودخان د خیرات غوښتلو ته نه و تللی او باید دومره توهین یې زغملی وای تر څو له قذافي څخه یې پیسې ترلاسه کړې وی.
زما ځواب د داود خان په ملاتړ دی چې د یو آزاد او خپلواک افغانستان د با وقار او ویاړمن رئیس جمهور په توګه و. هیڅ با غیرته او باتور افغان نشي حاضرېدلی چې د چا مرسته، چې له تحقیر او توهین سره مله وي، ومني.
احمد ظاهر د لاهوتي له قوله لیکي:
باحقارت گر ببارد بر سرت باران در
آسما را گو برو بارندگی درکارنیست
قدرمن کلیوال صاحب!
د کندهار د پښتنو په منځ کې یو متل دی چې وایي: “خوار خدای کړې، خو بې غیرته چا کړې؟” زه باوري یم چې دا متل د اکثریته پښتنو په منځ کې مروجه دی او د ارسلا صاحب خبرې د همداسې یو فرهنګ او روحیې څخه سرچینه اخلي. دا دی افغاني شهامت!
تاسو حتماً زما دریځ د تاریخ د لویو، ملي او زړورو شخصیتونو لکه داودخان پر وړاندې ښه پیژنئ. ما د داودخان سیاسي زړورتیا د لیبیا هېواد دکلانکاره مشر قذافي او همدارنګه د شوروي اتحاد د پخواني مشر بریژنف په وړاندې مخکې هم تایید کړی و او اوس یې هم تاییدوم.
کله چې یو لوی سیاستوال لکه عبدالرحمن پژواک د داودخان سیاسي درایت او پوهه د ټولو افغان سیاستوالو تر سیاسي پوهې لوړه بولي او تاییدوي یې، نو بل څوک چې په سیاست کې یې لا یو موثر ګام هم نه دی اخیستی، څنګه کولی شي ځان د هغه فداکاره او سرښندونکي شخصیت څخه زیات پوه وبولي او هغه ته د شک په سترګه وګوري؟!
نو پر دې بنسټ، زه د داودخان دریځ هم د لیبیا د کلانکاره مشر، د شوروي اتحادیې د مشر او هم د کودتاچیانو پر وړاندې تاییدوم. داودخان نشي کېدل چې له رباني او یا حامد کرزي سره پرتله شي، ځکه چې د هېځ یو هېواد مشرانو حتی د پاکستان د هېواد مشر دوی ته د هر کلي لپاره هوايي ډګر ته نه دي راغلي، ځکه هغوی پوهیدل چې دا دواړه افغان مشران په فساد او رشوت کې غرق دي او د هرکلي وړتیا نلري.
مګر داودخان یو سرلوړی، باوقاره، پاک نفسه، ملي او په ریښتینې توګه د خپلې ټولنې د رهبري لپاره وړ مشر و. دې ستر شخصیت د ثور د ۷ کود تاچیانو ته د تسلیمېدو پر ځای په مېړانې سره تصمیم ونیو او با وقاره مرګ یې پر هغه تسلیمۍ چې له توهین، تحقیر، او ذلت سره مل و، غوره و ګاڼه. هغه په خپل مرګ سره د یو اصیل افغان او یو جمهور رئیس په توګه خپل عزت او وقار د خپل هېواد په تاریخ کې په زرینو کرښو خوندي کړ.


