پښتو جرنل:
د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر، سناتور ایمل ولي خان د خیبر ولسوالۍ په تیراه دره کې د امنیتي ځواکونو لخوا د هاوان په ډزو کې د یوې بې ګناه نجلۍ د شهادت خبر او وروسته د مظلومو خلکو په سوله ایز لاریون باندې د ډزو په پایله کې د شپږو بې ګناه لاریون کونکو د وژل کیدو خبر خواشینونکی او د ترهګرۍ تر ټولو بد عمل بللې دی.
نوموړې ده پوښتنې په توګه ویلی، «ایا قبایلي خلک حق نلري چې د خپلو خپلوانو د وژنې په وړاندې احتجاج وکړي؟ ایا سوله ییز او اساسي قانون ته به د مستقیمو ډزو او د لاریون کوونکو د ډله ییزې وژنې ځواب ورکړل شي؟»
ایمل ولی له حکومته غوښتې، پوځي عملیات، په ملکي خلکو بمباري، د هاوان ګولۍ ویشتل، او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه باید سمدلاسه ودرول شي.
ایمل ولي خان د خیبرپښتونخوا په اوسني حکومت سختې نیوکې کړي او ویلي دي، «د ولایتي حکومت د جرمي غفلت او بې پروایۍ په اړه پوښتنې راپورته کیږي، کوم چې د “د ملکي ځواک د مرستې قانون” له لارې ځواکونو ته د هر کور ته د ننوتلو او د عامه آزادۍ د پښو لاندې کولو لپاره خلاص جواز ورکړی دی.
که ولایتي حکومت نور څه نشي کولی، نو لږ تر لږه دا تور قوانین بیرته واخلي ترڅو نور بې ګناه قبایلي خلک په نښه نشي.


