ویب ډیسک
د تحريک تحفظ آئين پاکستان مشر محمود خان اڅکزي ويلي دي چې د اپوزيسيون اتحاد هدف دا دی چې د ولس په زور حکومت نسکور کړي، اپوزيسيون پرېکړه کړې چې د جولای په ۳۱مه به په اسلام آباد کې آل پارټي کانفرنس راوبولي.
محمود خان اڅکزي د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې دا اتحاد د لوبو يا تماشې لپاره نه دی جوړ شوی، بلکې هدف دا دی چې د يو بې پرې ټاکنیز کمیسیون له لارې د ولس استازولي ومنل شي، او د ولس په زور اوسنی حکومت ختم شي.
هغه وويل چې کوم ګوند چې ټاکنې يې ګټلي، د هغوی مشران زندان ته اچول شوي او له خپلو مشرانو سره د لیدلو اجازه نه ورکول کېږي، دا ډول چلند چې شهباز شريف او د هغه ډلې د زور له لارې ولس ته خپلواکۍ نه ورکوي، دا د منلو وړ نه دی.
محمود خان اڅکزي زياته کړه چې که په پاکستان کې ريښتونې ولسواکي وای نو د ځانګړو څوکیو فيصله به نه وه شوې، هېڅ بل ګوند د دې ځانګړو څوکیو مخالفت نه دی کړی، په پاکستان کې له ولس سره يو خطرناک او ناوړه لوبه روانه ده.


