سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسرفراز بګټی : ډیګاري کې وژل شوي کسانو ترمنځ واده نه وو...

سرفراز بګټی : ډیګاري کې وژل شوي کسانو ترمنځ واده نه وو شوی

پښتو جرنل

د بلوچستان ایالت مشر وزیر سرفراز بګټي يوې مطبوعاتي غونډې ته وویل چې د ډیګاري په سیمه کې وژل شوې ښځې او سړي د دې وژنې په تور د يوې قبيلې سردار نیولی هغه زیاته کړه که د هر چا لاس په دې پیښه کې ککړ وي حکومت به ونیسي.

سرفراز بګټي وويل چې وژل شوې بانو او احسان ترمنځ واده نه شوی د هغو ترمخه ودونه وو او اولادونه يي هم درلودل.

ښاغلي بګټي زیاته کړه چې مونږ د پولیسو یو لوی رتبه کس له خپلې دندې ګوښه کړ ولې چې هغه په دې پيښه کې خپله دنده په سمه توګه نه کړه ترسره .

سرفراز بګټي دا ومنله چې په ایالت په بېلابېلو سیمو کې داسې قبایلي جرګې کیږي چې په کې د خلکو د وژنې پرېکړې ترسره کیږي.

 

بل لور ته پولیس وايي
په دې پېښه کې نيول شوو کسانو شمېر ۱۳ ته رسېدلی.

په نيول شوو کسانو کې قبایلي سردار شيرباز ساتکزی هم شامل دی په ويډيو کې ښکاره شويو ډزو کوونکو جلال او بشير هم نيول شوي دي.

ډزې کوونکی جلال نومی کس د وژل شوې ښځې ورور دی

ياد ولرئ چې د بلوچستان چیف جسټس د ښځې او سړي د وژنې پر پېښه نوټس اخيستی دی

د بلوچستان چیف جسټس د داخله چارو اضافي چیف سيکريټري او د پوليسو آی جي د جولای ۲۲ نېټه عدالت ته راغوښتي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه