ویب ډیسک
ګیلپ پاکستان د خیبرپښتونخوا د خلکو نظریاتو پر بنسټ یوه نوې سروې خپره کړې ده.
د سروې له مخې، د خیبرپښتونخوا وزیراعلی علی امین ګنډاپور د دریځ برعکس، د صوبې ۸۵ سلنه اوسیدونکو د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو د وفاقي حکومت د فیصلې ملاتړ کړی او دا یې یو سم اقدام بللی دی.
په سروې کې ۷۹ سلنه خلکو ویلي چې د افغان کډوالو په ستنیدو سره به د امنیتي وضعیت ښه والی راشي، خو ۱۶ سلنه خلکو د دې خبرې سره اختلاف ښودلی. همداراز، ۶۲ سلنه خلکو هیله ښودلې چې د افغان کډوالو په وتلو سره به د خیبرپښتونخوا اقتصاد ښه شي.
د افغان کډوالو راتګ د روزګار/نوکریو پر وضعیت څه اغېز کړی؟ د دې پوښتنې په اړه د خلکو نظرونه وېشلي وو: ۴۱ سلنه خلکو وویل چې منفي اغېز یې کړی، خو ۴۸ سلنه خلکو وویل چې مثبت اغېز یې کړی.
۶۲ سلنه خلکو د افغان کډوالو د منظمولو په برخه کې د خیبرپښتونخوا د حکومت کړنې وستایلې.


