دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاېمل ولي خان وايي خلک رانه پوښتنه کوي چې ولې زه د...

اېمل ولي خان وايي خلک رانه پوښتنه کوي چې ولې زه د جګړې اعلان نه کوم

پښتو جرنل

عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د ګوند غونډې نه ورسته مطبوعاتي غونډې ته وینا کې وویل چې باجوړ کې مولانا خانزیب په هغه ځای کې شهید کړل شو چې د ریاستي ادارو مضبوط مرکز ګڼل کېږي.

اېمل ولي خان زیاته کړه حیرانوونکې خبره دا ده چې د پېښې سمدستي وروسته نه یوازې قاتلان تښتېدلي، بلکې هغه ټول سی‌سي‌ټي‌وي کامرې هم ورک شوې دي چې هلته لګول شوې وې.

 

ښاغلي ایمل وويل موږ باور لرو چې د مولانا خانزیب په وژنه کې د ریاست لاس شته. که چېرته ریاست واقعاً په دې پېښه کې لاس نه لري، نو موږ غوښتنه کوو چې د پاکستان د اعلی عدالت مشر (چیف جسٹس) په مشرۍ کې دې یو بااختیاره عدالتي کمېسیون جوړ شي.

په دغه کمېسیون کې دې د مولانا خانزیب د کورنۍ یو غړی هم شامل کړل شي، تر څو شفافیت یقیني شي او کورنۍ ته د انصاف ترلاسه کېدو باور ورکړل شي.

 

زموږ کارکوونکي ورځ تر بلې په نښه کېږي، خو تر ننه قاتلان نه دي نیول شوي. د مولانا خانزیب د قتل ذمه واري نه طالبانو منلې ده او نه داعش، خو له ریاستي ادارو سره تړلي ټولنیز رسنیو حسابونه دا پروپاګنډه خپروي چې ګواکې طالبانو یا داعش برید کړی. نو اوس پوښتنه دا ده، که دواړه ډلې انکار کوي، نو قاتل څوک دی؟ موږ ته د قاتل نوم او مخ پکار دی.

 

ښاغلي ایمل وويل په داسې حالاتو کې زموږ له کارکوونکو امنیت اخیستل کېږي. آیا اے این پي له چا سره شخصي دښمني لري؟ ولس نور تنګ شوی دی. د خلکو صبر ختم شوی. خلک رانه پوښتنه کوي چې ولې زه د جګړې اعلان نه کوم؟ موږ اوس د صوبایي او مرکزي کچې آل پارټیز کانفرنسونه رابلل پیل کړي دي. که موږ ته په پاکستان کې انصاف رانه کړل شو، نو موږ به د نړیوالې ټولنې دروازه وټکوو.

 

که څوک فکر کوي چې زموږ غږ به د زور، تهدید، قتل او ترهګرۍ له لارې غلی شي او موږ به له ۱۸مې او ۲۵مې آئیني بدلونونو شاته شي، نو دا به یې یوه لویه غلطي وي. ټول ولس پوهېږي چې له وزیرستانه تر باجوړه پورې خپرېدونکې ترهګرۍ شاته څوک دي او د دوی هدفونه څه دي.

 

ایمل ولي خان خبرداری ورکړ چې که د مولانا خانزیب د شهادت په قضیه کې عدالتي کمېسیون جوړ نه شو، نو زموږ احتجاج به یوازې یو ایجنډا ولري: “انصاف یا احتجاج!” موږ به سړکونو ته ووځو، او زموږ ستنیدل به یواځې هغه وخت وي چې زموږ شهید ته انصاف ورکړل شي.

 

موږ به له خپل دریځه یو قدم هم شا نه شو. که موږ له پارلمان وباسل شو، که RTS بند کړل شو، که موږ له فارم ۴۵ او ۴۷ څخه حذف کړل شو، موږ به خپل دریځ پرې نه ږدو. لکه څنګه مو د ماینز او منرالز بِل په مخالفت کې وښوده، که اے این پي ونه غواړي، هیڅ قانون نشي جوړېدلی.

 

په پای کې یې وویل، خلکو ته لالچ ورکول کېږي چې که اے این پي پرېږدي، نو ژوند به یې خوندي شي. خو موږ دا قربانۍ نن نه، بلکې له یوې پېړۍ راهیسې ورکوو. او موږ به خپل لار پرېنږدو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه