پښتو جرنل
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د افغان کډوالو د بې ساري شمیر راستنیدو پرمهال د نړیوال بیړني اقدام غوښتنه وکړه
کابل، د ۲۰۱۵ کال د جولای ۱۵مه – افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د اسلام کلا پولې ته د سفر پرمهال د مرستو رسولو لپاره د بیړني نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه په داسې حال کې چې په ورځ کې د لسګونو زرو افغان کډوالو د راستنیدو شاهده وه.
اغلې اوتنبایوا له راستنیدونکو کورنیو، مرستندویه شریکباڼو او سیمه ایزو چارواکو سره له لیدنې وروسته وویل: ” د هغو کورنیو لپاره چې لسیزې وړاندې له جګړو څخه تښتیدلي وو، هیواد ته د راتلو د مثبتو شیبو پرځای پکښې د ستړیاوو، کړاوونو او ناڅرګند برخلیک نخښې لیدل کیږي.”
نوموړې زیاته کړه: ” د راستنیدونکو دغه لوی شمیر – چې ډیری یې ناڅاپي او ګڼ شمیر نور په زور ایستل شوي – په ټوله نړۍ کې باید د خطر د زنګونو غږونه پورته کړي. دا زموږ د ټولو د انسانیت ازموینه ده. افغانستان، چې له وړاندې د وچکالۍ او اوږدمهاله بشري ناورین سره مخ دی، دا کړاو په یوازې ځان نشي زغملی. ”
له راستنیدونکو کډوالو سره د ملګرو ملتونو د ادارو او سیمه ییزو چارواکو د نه ستړي کیدونکو مرستو او همدارنګه د عامو وګړو د پراخو مرستو سربیره، د ګڼ شمیر راستنیدونکو چټک بهیر د مرستې رسولو کمزوري سیسټمونه له ننګونو سره مخ کړي دي.
تر دې دمه د ۲۰۲۵کال په اوږدو کې له ۱.۳ میلیونو څخه ډیر افغانان بیرته هیواد ته راستانه شوي چې په ټول هیواد کې یې پر ټولنو فشار راوړی، په داسې حال کې د دې هیواد ۷۰ سلنه وګړي په فقر کې ژوند کوي. ښځې او ماشومان له سختو خطرونو سره مخ دي – نه یوازې له سختو اقتصادي ستونزو سره، بلکې لومړنیو خدمتونو او ټولنیز خوندیتوب ته لاسرسی په جدي توګه محدود دی.
همدارنګه بشري مرستې په خطرناک ډول د تمویل له کمښت سره مخ دي او ښکیل اړخونه اړ باسي تر څو د خوړو، سرپناه او خوندي لیږد برابرولو ترمنځ دردوونکې لومړیتوبونه وټاکي.
اغلې اوتنبایوا د راستنیدونکو د سمدستي ادغام په برخه کې د مرستو پر اهمیت ټینګار وکړ – لومړني شواهد په ګوته کوي هغه سیمې چې راستنیدونکي پکې ځای پر ځای کیږي د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو پروګرامونو او د ټولنې پر زیربناوو پانګوونې ته اړتیا لري. د چټکو ګامونو پورته کولو پرته، په کوربه هیواد کې د راستنیدونکو د مالي سرچینو ضایع کیدل، د کار نشتوالی او بیا ځل کډوال کیدو ته مخه کول به ویجاړونکې پایلې له ځان سره ولري – د بیلګې په توګه راستنیدونکي او کوربه وګړي به نور هم بې ثباته کړي، د نويو بېځایه کیدو لامل به شي، په ډله ایزه توګه به خلک له یوه ځایه بل ځای ته تګ پیل کړي او د سیمې لپاره به خطرونه رامنځ ته کړي.
د سرمنشي ځانګړې استازې له مرستندویانو، د پراختیایي چارو همکارانو او سیمه ییزو حکومتونو څخه وغوښتل: ” مخ مه اړوئ. راستنیدونکي کډوال باید په خپل حال پرینښودل شي. هغه څه چې موږ یې شاهدان یو د نړیوالو مسؤلیتونو د نه پوره کیدو مستقیمې پایلې دي. موږ باید همدا اوس له سرچینو، همغږي او هوډ سره ګامونه پورته کړو.”
په افغانستان کې ملګري ملتونه د داسې یوې ټولیزې تګلارې غوښتنه کوي چې بشري اړتیاوې پوره او په ورته وخت کې د راستنیدو په برخه کې مرستې لازیاتې کړي.
د دې تر څنګ باید له ایران، پاکستان او د مرکزي اسیا له هيوادونو سره سیمه ایزو خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړل شي، ترڅو بې نظمه راستنیدنه ودرول شي او د خپلې خوښې، باعزته او خوندي راستنیدنې اصل وساتل شي.
اغلې اوتنبایوا همدار راز وویل: ” د افغانستان ثبات ګډ مسؤلیت پورې تړلی دی: موږ نشو کولی بې پروا پاتې شو؛ د ګامونو نه پورته کول به د ژوند په بیه او د جګړو په بیا راپورته کیدو تمام شي.”


