دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهرئیس الوزرا ایران دې د کډوالو اخراج لړۍ ورو کړي.

رئیس الوزرا ایران دې د کډوالو اخراج لړۍ ورو کړي.

ویب ډیسک

د طالبانو رییس الوزراء، ملا محمد حسن اخند د ایران له حکومت غوښتنه کړې، چې د طالبانو اړوندو ادارو ته د مدیریت د فرصت ورکولو په موخه د کډوالو اخراج لړۍ ورو کړي.

 

ملا حسن پر ایراني چارواکو غږ کړی، چې د اخراج پر مهال د افغان کډولو حقونه نقض نه کړي او د هغوی له سپکاوي ډډه وکړي.

 

طالبانو په دې تړاو اعلامیه کې د ملا حسن له قوله د ایران د څلورو لسیزو کوربتوب له امله مننه کړې او وروستی د اخراج پلان یې د دې هېواد خپلواکه پرېکړه بللې ده.

 

د طالبانو اعلامیه زیاتوي، چې ایراني چارواکي دې له پولې پورې غاړې کډوالو ته اسانتیاوې برابرې او اجازه دې ورکړي، چې خپلې انتقالېدونکې شتمنۍ انتقال او نامنقول حسابونه په مناسبه توګه راټول کړي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په تازه بیان کې ویلي، چې طالبان له ګاونډیو هېوادونو د ور اخراجېدونکو کډوالو له امله ستونزو سره مخ دي.

 

د طالبانو د ریاست الوزراء اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي هم له بي بي سي سره مرکه کې تایید کړې، چې په یو ځلي توګه د زیات شمېر کډوالو سنبالښت او ورته رسیده ګي یوه لویه ننګونه ده.

 

شمېرې ښيي، چې ایران د روان کال له جنورۍ تر جولای پيل پورې له ۷۴۱ زره افغانان ایستلي چې یوازې یې ۲۸۳ زره په تېره جون میاشت کې په جبري توګه اخراج شوي دي.

 

# #AFG #IRAN #AFGREFUGEES @UN #UNAMA

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه