دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان او قازقستان د سوداګريزو اړیکو کچه تر ۳ میلیارده ډالرو...

افغانستان او قازقستان د سوداګريزو اړیکو کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه وي

ویب ډیسک

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر نور تلیو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو هوکړه کړې چې د سوداګريزو اړیکو کچه به تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي.

یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې همکاري باید د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو محدوده نه وي او باید د صنعتي محصولاتو او ټکنالوژۍ د وارداتو او صادراتو ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.

د سوداګرۍ وزارت په وینا، دواړو خواوو د سړک او اورګاډي ګډو ټرانسپورتي شرکتونو د جوړولو او د افغان سوداګرو لپاره د ویزو په ورکولو کې د اسانتياوو رامنځته کولو په اړه هم هوکړه کړې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه